د مارچ (۸)مه د ښځو پر وړاندې د تبغیض خلاف د سیاسي او ټولنیزې مبارزې تاریخي ورځ ده .
د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د ښځو نړیواله ورځ د یوې لوی غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه ،په دغه مراسیمو کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي سربیره لسګونو میرمنو ، دیني عالمانو ، قومي مشرانو او په ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسون ،(یو نیسف) او (یوناما) مسوولینو برخه اخیستې وه.
په پیل کې د ښځو چارو ریسې اغلې سهیلابابر له لوري د یادې ورځې په مناسبت د ښځوچارو وزارت د مشرتابه پېغام ولوستل شو ، ورپسې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي خبرې وکړې ،کونړ والي وویل حکومت د ښځو حقونو ته ژمن دی ،د میرمنو د ژوندانه ښه والي لپاره هڅې شوي او دوام لري .
د ولایتي شورا ریس محمد ساپي،امنیه قومندان جمعه ګل همت او دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار ، د میرمنو په اسلامي حقونو او افغاني سوچه فرهنګ او کلتور خبرې وکړې .
غونډې ته په ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسون مشرې اغلې صبرینې حمیدي ،د یوناما استازې (هیرن سونګ ) او د یونیسف مسوولې (سي پنګ) هم ویناوې وکړې او د میرمنو د پیاوړتیا په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.