وختونه تیر کلونه تیر شول
ما د ژوند د کتاب
ډیرې پاڼې
یو پر بل واړولې
زه ېې د ستونزو ، کړاوونو
او لوړو ژورو سره ښه بلد کړم
خواږه ترخه مې ډیر وڅکل
ساړه تاوده مې ډیر ولیدل
دکوچنیتوب په خو ند ېې پوه نکړم
نه مې د خټو نه ډوډۍ جوړې کړې
نه مې دشګو کوټنۍ جوړې کړې
نه مې په ډکه خوله خندا وکړه
نه مې په حال کوم چا ژړا وکړه
د کلي ټول هلکان
د ښوونځي په لوري
بیا لیکې، لیکې روان
زه به څارویو سره
دغره لمن ته روان
لیکل لوستلو باندې نه پوهیدم
خو د څاروو په ژبه ښه پوهیدم
٭٭٭
تیر وختونه چې را یاد کړم
هم همزولي را په یاد کړم
تصور کې
د ژوند مات تصویر ته
په ژړا شم
په ژړا شم
په ژړا شم
له ستړي ژونده ګیله مند یم
بې کوري نه یادوم
جونګړه نه یادوم
هرڅه په ځاې پریږده
د ولږې تندې درته نه وایمه
څه چې تیرشوی ها په ما تیر شوي
دستا د زړه دردونه نه ډیروم
نه دې په سترګو کې اوبه ډنډوم
بس دومره وایم
دا ولږه نده
عجیبه خوند وي پکې
ډیر ځل مې په ولږه خیټه
له خوبه خوند اخیستی
څنګل به مې د سر لاندې راتاوه کړله
په وچه درینګه
شین اسمان لاندې به پریوتلم
خوب به راغلی تر بڼو پورې وه
او
سمدلاسه به ویده شوم
د هیڅ شي غم راسره نه وه
نه به په ډډه اوښتلم
نه په اسانه ویښیدلم
خو !
د وطن درد به له خواږه خوبه راویښ کړم
دوطن درد به
له خواږه
خوبه
راویښ کړم
( اسلوـ ناروې)