زما بدبخت پښتون زړه کی نور څــه دي!
نه خوښي او شور د مینی، نه خـــواږه دي
د تـورمــلا د خیرن جیب توری ټاپــی ته
په لـر او بــر پراته کاپر ټول پښتانـــه دي
د خلیل ربه! بیا یی تکبیر وکړ اوګواښیږي
لاخو یی چاړه په وینو سره، مړي پراتـه دي
ستا په لاس خو تیغ د مصر او پنجاب دی
پام! پدی لاره زموږ پلرونه پخوا مړه دي
لږ هوښیار شه د پښتون خړي، برګي بچیه!
دا ټول سره، تور او سپین سره ملـــه دي
ته نو ولی دومره مست یی ای "مهـالـه"!؟
ستا په شکور خو ډوډۍ وچه، تل سابه دي