دخپریدو نیټه : 2017-06-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
مصطفی آرین
هم جام په لاس کې راکړي او هم جام راځینې اخلي
دا وخـت هم انتقام د کـوم انجام راځـينې اخلي
دمینې لفظ څو توري دي خونه ئې راوړم په ژبه
پوهیږم چې یو وخت به انتقام راځينې اخلي
پرون ئې د پل نښې راته ورانې کړې پر لارې
حیران یم چې دا نن څنګه سلام راځينې اخلي
ګوګل نه مې دټينګې عقیدې مهراب جوړ کړې
منبر مې ورانوي د زړه امام راځینې اخلي
بس ښه خبره وشوه زه د غر شوم ته دسمې
ګل رخې په زارۍ ماڼو په پام راځینې اخلي
آرینه له مرچله کوزیدلې ځـــــکه نشم
هم ننګ راځينې اخلي او هم نام راځينې اخلي