دخپریدو نیټه : 2017-07-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
مصطفی آرین
جانانه خیر که دې له خیاله غورځیدلې خیال یم
زه هغه روح یم ستا په روح پورې تړلې خیال یم
زه لکه سپينه جزیره د سمندر په منځ کې
ستا د نظر په اوقیآنوس کې لمبیدلې خیال یم
چې هم د خدای او هم د ښکلو سره مینه کوم
څوموره نازک یم،څومره خوږیم څومره ښکلی خیال یم
د کومې پيغلې لیونۍ د خوب تعبیر مې بولې ؟
دزیارتونو په جــڼډو کــې چــا تړلی خیال یم
هغه ملنګ یم قلندر آ... پیریانې ملنګ یم
آرینه سم دې په سر سیورې ګرځيدلی خیال یم