ښاغلي رحيمي د جمهور رئيس په حکم د کندهار د کډوالو چارو د نوي سرپرست رئیس په توګه ټاکل سوی،چي د شنبي په ورځ د کندهار د مرستیال والي عبدالحنان منیب له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته د يوې غونډي په ترڅ کي ور وپېژندل سو.
مرستيال والي په غونډه کي نوي رئیس محمد رحیم رحیمي ته د نوي دندي مبارکي وویل او دمخکني رئیس محمد عظیم نوابي کارونه او هڅي وستايلې او په ژوند کي يې ورته د بريا هیله وکړه.
ښاغلي منیب نوي رئیس ته د ولایتي اداری په استازیتوب د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ،او د یاد ریاست د کار کوونکو څخه غوښتنه وکړه چي د نوي رئیس سره هم پوره مرسته او همکاري وکړي.
وروسته په غونډه کي کندهار نوي رئیس محمد رحیم رحیمي د هيواد جمهور رئيس او ولایتي ادارې څخه يې مننه وکړه چي پر ده يې باورکړی او یاد مسئوليت يې ور سپارلی دی