د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نجونو زده کوونکو لپاره د یو شپېته میلیونه دوه نوي زره افغانیو په ارزښت مجهزه لیله جوړيږي چې چارې یې نن ورځ رسمآ پیل شوې.
په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د پوهنې ریاست مسؤلینو، قومي مشرانو او لسګونه ځوانانو برخه اخیستي وه.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د پوهنې په برخه کې دا یو ستر ګام یاد کړ او په وینا یې د ډېرو هلو ځلو په پایله کې وتوانېدل چې د نجونو زده کوونکو لپاره د لیلې جوړېدو چارې پیل کړي.
ښاغلي وحدت له پکتیکا والو وغوښتل چې خپلو خویندو او لوڼو ته د زده کړو اجازه ورکړي او د بې ځایه کلتوري محدودیتونو پروا دې نه ساتي.
پکتیکا والي دغه راز زیاته کړه، د پکتیکا والو کلک ملاتړ او همکاري ددې لامل شوې چې په بېلابېلو برخو کې ستونزې هوارې او پرمختګونو ته زمینه برابره شوې ده.
دده په خبره، د پوهنې په برخه کې هم په دې ولایت کې زیاتې لاسته راوړنې لري او د ولسونو په همکارۍ به دغه بهیر پیاوړی کوي.
په ورته مهال د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس انجینر محراب الدین شفق وایي په مرکز ښرنه کې د نجونو زده کوونکو لپاره جوړېدونکي څلور پوړیزه ودانۍ ۳۲ اطاقونو لري چې چارې به یې د دوو کالونو په موده کې بشپړې شي.
شفق زیاتوي چې د یادې لیلیې په جوړېدو سره به ۲۸۴ تنو نجونو زده کوونکو ته د اوسېدو زمینه برابره شي او ټول اړین سهولتونه به ولري.
په همدې حال کې د پکتیکا د ولسونو په استازیتوب ملک پاچاه خان وایي چې ددې ولایت ټول ولسونه د پوهنې په برخه کې له هر ډول پروګرامونو ملاتړ کوي او په وینا یې هر ډول همکارۍ ته اماده دي.
دیادونې ده، د نجونو لپاره د لیلیې د ودانۍ ترڅنګ د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي احاطه هم جوړیږي او موده وروسته به په مرکز ښرنه کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودل شي.