سپوږمی د شپی په زړه کی په ورو ورو را لټیدله
شپه ورورو خوځیدله
هوا ډیره سړه وه،
د ژمی سړه شپه وه
خورا ډیره اوږده وه
جانان زما ناروغ و
زه ناست و م د یار خواته او کړکی ته می کتله
شپه ورو ورو خوځیدله
کړکی غریبه ماته وه
شمال را کړنګوله
ورو ور یی نڅوله
جانان زما ناروغ و
د یار پر ښکل مخ اوښکه په ورو را رغړیدله
ګریوان ته لار ایستله
بس ورو به یی ویله
ژوند څومره بی وفا دی
بس یوه خوله خندا دی
جانان زما ناروغ و
زما سترګو د شپی زړه کی د سبا لاره څارله
یو هیله یی لټوله
د شپی په نیمه شپه کی
ما پیران را ننګوله
د قبر می ایسله
جانان زما ناروغ و
د یار و نری رنځ ته نوزادی لاس په دوعا سه
و خدای ته په ژړا سه،
د شپی په تاریکه کی بس د یو الله په خوا سه
و خدای ته په ژړا سه
که خدای دا وطن جوړکړنذرانه به یی پسه کړم
د اوښ خیرات به وکړم
جانان زما ناروغ و
سپوږمی د شپی په زړه کی په ورو ورو را لټیدله
شپه ورورو خوځیدله
کابل د ۲۰۲۰ کال د دسمبر ۸ مه