د طالبانو حکومت په تیرو څلورو میاشتو کي څه باندي دوه ویشت زره دولتي کارکونکي له دندو شړلي او د زرګونو نورو دولتي کارکونکوپر ځای ئې خپل غیري مسلکي کسان ګمارلي دي ږ
په دې کي د ټاکنو ، شکایاتو ، بشري کمیسینونو ، د سولي ، پارلماني چارو ، لوړو زده کړو ،عدلیه ، دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو او د ستري محکمې یو شمېر قاضیان او د عدلي او قضایي ادارو یو شمېر کار کوونکي شامل دي .
دغه کسان که له یوې خوا مه خپلو دندو کي مسلکي کسان وو له بلکي خوا ددوی ددندي په لیری کیدو په هیواد کي د بې کاري د شمیر د زیاتیدو اندیښنه لا هم زیاته کړې
طالبانو چي هر وخت ئې د پنځه سوه زره پخواني دولتي کارکوونکو د پرځای پاته کیدو دعوه کړې وائې چي دغه کسان ئې د فساد د مخنیوي لپاره له دوندو لیری کړي
ډیری ددغو کسانو ادعا کوي چي پر حکومت ئې د څلورو میاشتو معاشونه هم پاته دي