مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-07-07   مخپرونکئ : 050 - دبېنوا خبریال - کابل

مېخ آغا

محمود نظري

محمود نظري

 آغا ماد چي ډنګره ونه ،ټیټ قد ، سوټه پزه ، زړېدلي ب ېتونه  او مونډی ږیره لری ا وتل غټې کټه بینی آینکی پر سترګوکوی  په هر کار کی د هر چا نه چالاکه او ترمخه وو نو ځکه ټولوخلکو هغه ته چټک آغا وایه آن په  لمانځه کي لا پر مخ تی په دویم  رکات کي  چي  به موږ سر راپورته کۍ دی به د ملا پر ځای ولاړ وو او نور  رکاتونه  به مو ده په امامت کوله

  کله چی ډیموکراسۍ راغله نو خلکو د دې لپار ه چي دکلنو کلنو د روحی ناروغیو نه ځان خلاص کي او د زړه بړاس وباسی د یوې مظاهرې هوډ یې وکۍ  او چټک آغا هم خپله یوه زړه دوشۍ سره وټکوله يوه رېشکۍ یې پر غوټه کړه   او مظاهرې ته راووت. چي موست ګې رپولې  په ټېل ماټېل  کي یې  تر ټولو مخکي ځان ستېج ته  ورسوه او د خلکو پر اوږو سپور او   دو ۍ  یې خولې ته نیولې وه

او په انقلابي ولولو یې نارې  کړه:

  وړونو!

خوسلګیوپسی واخېست خوله یې وچه سوه  او ویل یې : اوبه راکۍ !

 یوه شیبه وروسته بیا پر اوږو پورته  سو او نارې یې کړه :

وړونو!

 اوبه راکۍ!.

دريم واری بیا په اوږه پورته سو خو ستونۍ یې بیا وچ سو او نارې  یې کړه :

وړونو!

 اوبه راکۍ!

خو د خلکو دچکچکو سره ناببره په داسی حال کی چي لاسونه یې ورسره څنډله په انقلابي ولولو یې له خولې نه ووتله  :

ای ظالمه، نس دی لکه خومه ،خوراک دی پټاټې ،دا ښه کلکي مستې .

او یو اري  بیا د  چکچکو شړپ  سو

  پولیسو په بد ګماني سره ورته وکتل، یو  بل ته   یې په پوس پوسی   او شک سره کرار و ویل: چي نس دی له خومه یانی څوک؟ او بالاخره پیدا یې کۍ چي د دوی نسونه خو غټ نه دی  او یوازی د والي صایب نس لکه خوم د ی  او بس نوسند یې پیدا کۍ او  چټک آغا یې د نس ته د اهانت په تو   بندی کۍ ځکه په ډیموکراسۍ کي هر شي ته باید درناوی وسی او په درنه  سترګه ورته وکتل سی . او په زندان کي  یې  د هغه دسر وېښتان وچ وروخریلل د هغه نه یې شین کډو جوړ کۍ.  او ښه واهل او ټکول یې ورکړی وه ، موږ د ماجد خلکو خپل د نیم امام ضمانت وکۍ هغه مو راخلاص کۍ  د هغه  سوټه پزه تکه سره سوی وه ،ژامه یې ریږدیدله او ورټ  ورټ یې ژړل په لاره یې پښې رپېدې او ناکوجاتي  یې ویلی.

 دا بندی ګري پر ده ډیره ژوره اغیږه وکړه  نوریې د مخ پر ځای  پر شا  زورواهه اوتۍ  او ان  یو واری پّه تراویح که د ماجد به څاه کي ولید او غرغړی یې کړی  موږ د ماجد خلکو هغه له  څاه راویسته او پولیسو  هغه د ځان وژنی په تور   بندی کۍ او د ده نه یې اسناد وغوښتل چي هغه افغان دی  که یا؟ځکه  افغان خو دا کار نه کوی.

  د هغه تذکره د م هاجرت  په  شلو کالو دربدریو کي ورکه سوی  وه . نو هغوی دی ده هغه د سوټی پزی او ګدو سر په اساس د چیچینایې په نامه دګوانټانامو زندان  ته واستوی پنځه میاشتی   هغه هلته هڅه کوله چیچینایې زده کړی خو زده  یې نه کړه ،نو بې ګناه ثابت سو او بیرته کلی ته راغی

  داد شا ته تګ هم په هغه ژور  ه اغیزه وکړه

 هغه د هوایی سفر او جهان ګردی  کیسې کولې ، هغه ویل :  دا ګونامو ښه ډوډۍ وه ښه قفسان  وه  ښه نوی نوی نارنجی کالی وه زه ډیر خوشاله وم هغو چي زما خوشالی ولیده  زه  یې ژرخارج کړم چی نوره خوشالی ونه کم

موږ  نه پوهیږم څه پټې خبرې نورې هلته وې  چي نورده د شا تګ هم پرېښودی.

 نور نو ده   په  اړ خ   زورونه   وهل ان ستاسو تر مخه  دی حیا وی یوواري په بس کي د ښځو خواته ختلۍ وواو بیا پولیسو ونیوی، ده مخکنۍ دوسیه هم درلوده  بیا یې  دماینی په ضمانت چی دی د کار نه دی له بنده  خلاص کۍ او د ده تکیه کلام   اوس دی ژوندی دی وی  زما ښځه!

 نور نو د کلی د ملا د فتوای په اساس  ده ته  د ټګ  په وخت  خولې ته  کېزه او په لمانځه کی  یې پر لمن مېخ ورټکوهل کیږی

 خونن خبر سوم هغه د اهلیت او او  د بهر د لېدولو  اوپه بهر کی د ژوند د ښه تجربې او زده کړو    له کبله د د اط اعاتو  او  کلتور وزیر مقرر سوی دی  موږ یې  دیدن ته ورغلو  خو  هغه یې هلته هم  پرڅوکۍ مېخ کړی وو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery