دخپریدو نیټه : 2006-07-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
هيڅ ((فوکلوري (فلکلوري) نقل))
محمود نظري - لندن
محمود نظري
چي وو نه وو يو باچاه
وو،ناست په دوکانچه وو ،خوراک يې الوچه وو . او ډير ساده او خوشباوره سړی وو او هغه بيايو ډيربد ستر ګۍ کازي
درلود .
يوه ورځ کازي واريده چي د باچا د باغوان ماينه ډيره ښايسته ده نو د دې لپاره چي هغه وويني ،په چم چم
یې باچا ته وويله:
دا دونه وخت کيږی باغوان ستا ډوډۍ خوري او ته يې تر اوسه يوه ورځ هم نه يې ميلمه کړی!
باچا ويل :هين
باچا، باغوان را وغوښت او د هغه نه يې ګيله وکړه: ګوره ناځوانه تا يو وار هم زه نه يم ميلمه
کړۍ ته بايد ما او کازي ميلمانه کې!
باغوان ډير خپه کورته راغي ماينې يې ترې وپوښتل :
ته ولي داسي خپه يې؟ څه
خبره ده ؟
باغوان ورته وويل:
باچا وايي : ما او کازي ميلمانه که !
هغې ورته وويل:
سیي ده، دا خو دونه
خبره نه ده . ورسه ورته ووايه: خداي مو راوله اود جمعې په غرمه مي ميلمانه ياست .
باغوان هم و باچا ته ورغي او
هغه ته يې وويل :خدا ي مو راوله صايبه !د جمعي په ورځ زما ميلمانه ياست
دا چي د دوبي تودي ورځې وې او د لمر
وړانګې لکه غشي لګېدې د باغوان ماينې خپله خونه ښه نرۍ کاګل کړه او خپل ميړه ته يې وو يل: ميلمانه د جمعې په ورځ
په باغوکي ښه وګرځوه او چي ښه ستړي ستومانه او وږې سول بيا يې کور ته راوله .او هغه همداسي وکړه .
د باغوان
ماينې ښه د تناره تودې ډوډۍ او د کونجۍ يخي اوبه ورته کښيښوولې ، باچا چي ډير وږۍ او ستړۍ سوی وو دې ډوډۍ ډير خوند
ورکر او کازي هم په خپل مرام ورسيد اود باغوان ماينه يې وليده او د هغې تورو سترګو، نرۍ غاړې .سره باړخوګانو د
کازی زړه بوک د هغه له کوګله ويسته نوريې خوب اوآرام له سترګو ولاړ اود باغون د ورکيدو په سوچونو کي سو، او
ول ډول نخشې یې سنجولې.
کازي باچا ته و رغۍ او د هغه په غوږ کي يې وويل :
دا باغوان ډير پوه سړی دی ولي هغه
نه استوې چي هغه د غره د باغ زمريان مړه کي؟ اوولي د هغه باغ نه د خوار اولس لپاره ميله ځای نه جوړ وې؟ که زما
په خوله کوې دا کار بيله د باغوان بل څوک نسی کولای!
باچا ويل :هين
نو يې باغوان را وغوښت او هغه ته يې
وويل: ته بايد د غره باغ د زمريانو له منګولو خلاص کې! زه د هغه باغ نه ميله ځای جوړوم چی اولس خوشاله سی!
باغوان ډير خپه کورته راغي ماينې يې ترې پوښتنه وکړه :
ته ولي بيا داسي خپه يې؟ څه خبره ده ؟ !
باغوان ورته
وويل:
باچا هغه د غره باغ چي دا لس کاله زمريانو نيولۍ دی او ده په خپلو ټولو سپاهيانو هغه مړه نه کړه، ما ته
وايي هغه مړه او باغ ترې خلاص که !
ماينی يې ورته وويل : که باچا ته، نه ووايي بيا دی هم غرغړه کوی. ورسه باچا
ته ووايه : سیي ده ستا يې فرمان زما يې سر ،څنګه به نه ځم او د هغه نه يو مياشت مهلت او لس کڅوڼې ټنګې، زر او غجرۍ
واخله
څه سر دی پر له ګرځوم .
باغوان هم باچا ته ورغۍ او د هغه نه يې دا ټنګې،زر او غجرۍ وغوښتلې
باچا هم
خزانه دار ته امر وکړ او هغه دا ټولي ټنګې ،زر او غجرۍ ورکړي
ماينی يې په پښت باندی سر تر پايه د وسپنی کالی
ورجوړ کړه او ده ته يې وويل :
چی هورې باغ ته نژدی سوې د وسپنی کالی واغونده .په يو لاس کي توره اوپه بل لاس کي
د پسه لم ونېسه او يوه ناره ناري که !
چي زمری درباندی راغۍ هغه اول پر تا برید کوی او دا چي تا د وسپني
کالي اغوستي دی نو بيا پر لم بریدکوی، پر توره يې وهه او سر ترې پرې که! همداسي نور زمريان هم مړه که! او بیا
يې غوږونه پرې او ناوخته کور ته راسه! چي څوک دی ونه وينی . او حال پلن واچاوه .
څه سردی پر له ګرځوم ،چي
باغوان باغ ته نژدی سو د وسپنی کالي يې واغوستل په يو لاس کي يې لم او په بل لاس کي يې توره ونيوله او ناره يې کړه
:و يه قربان.....
زمري چي د باغوان ږغ واوريد، د ده خواته په غړمباړی او ځغاسته راغی دده و سر ته يې حمله کړه خو
منګولې يې پر وښوېدې، نو بيا يې لم ته خوله واچوله او باغوان توره ورته کش کړه د هغه سر يې پرې کۍ بیا يو بل زمري هم
ورباندی برید وکۍ، هغه بل يې هم همداسي مړاو غوږونه یې ترې پرې کړه او بيا باغ ته ننوت هلته يې دزمريانو دو ه
چوچیان وليده هغه يې هم به خورجين کي واچوله او د شپې ناوخته په پټه کور ته ولاړ
او دا پاته مهلت يې په کور کي
خوبونه کول .او کازي بيا هرماښام ددوی تر کوره راتلی او ډول ډول ميوې ، دانې او سوغاتونه به يې د باغوان ماينې
ته راوړل. او ناری به يې کړه: ورينداری څنګه يې؟
او د باغوان د راتګ پوښتنې يې کولې او ويل به يې: ورينداری کوم
شی خو دی په کار نه دی!
د باغوان ماينې چي د کازي په نيت له اوله پوه وه د هغه نه يې ډول ډول خواستونه کول او
د کور خرڅ يې په هغه پوره کوی
چي د باغوان وخت پوره سو هغه په څيری څيری کالو به دوړو لړلۍ، ګوډ ګوډ د باچا
د ماڼۍ خوا ته رهي سو. او په ښار کي آوازه سوه چي باغوان زمريان وژلي دی او راغی .
باغوان هم د زمريانو غوږونه
او دوه چوچیان د باچا و مخي ته کښېښوول. باچا ډير خوشاله سواو دکازي پسې يې سړی واستوی چي هغه راغی باچا
هغه ته په خوشالۍ وويل :
رښتيا چي ته پوه سړی يې . کازي په زړه کي ډير خپه او خواشينۍ وو او چرت يې وهه چي دا څه
چم وسو او د بلي پلمې او نخښې په لټه کي سو. لنډه دا چی بيا
د باچا پر غوږ ور پرېوت او هغه ته يې وويل :که زما منی
دا باغوان ډير هوښياردی، هغه واستوه چي د تور غره څلويښت غله چي د خلکو مالونه غلا کوی او خلک وژنی او ملت
ټوله زموږ له امنيت نه ناراضه دی ، مړه کی!
باچا ويل :هين
او باغوان ته يې امر وکۍ: ورسه د تور غره څلويښت
غله مړه که !
باغوان ډير خپه کورته راغي ماينې يې بيا ترې وپوښتل :
ته ولي بيا داسي خپه يې؟ څه خبره ده ده !
باغوان ورته وويل:
باچا چي په ټول قوت يې د تور غره غله ورک نه کړه ما سپين ږيری ته چي په خدمت کي يې راست
يم، وايي: ورسه هغه مړه که !
ماينې يې ورته وويل : بله چاره نه لرې، ورسه ورته ووايه: زه ستا امر په سر او سترګو
منم ،ما ته يوه مياشت مهلت او پنځلس کڅوڼي ټنګې، زر اوغجرۍ راکه!
لنډه دا چي، ده باچا ته را ټوله وويل:
باچا هم خزانه دار ته امر وکړ او هغه دا ټولي ټنګې ورکړې
د باغوان ماينې څلويښت ټکۍ چي په زهرو لړلي وې او يوه
بلمنګه ټکۍ بی زهرو ور پخه کړه او ده ته يې وويل: چي کله غره ته نژدې سوې يوه ناره ناری که. چي کله غله در باندی
اغله تا تلاشی کوی ته ورته ووايه دا ټکۍمی لور ته وړم ،مور يې ورته پخکړی دی اولور مي د غره هاخوا اوسيږی.
هغو چي دا ټکۍ وخوړ ي مړه به سي د هغو غوږونه پرې که او د شپې ناوخته چي څوک دی ونه وينی کور ته راسه
څه سر دی پر
له ګرځوم باغوان چي غره ته ورسېدی ناری يې کړه:
يه قربان ....
غله پر راغلل دی يې تلاشی کۍ او ټکۍ يې سره وويشلې
او بل منګه ټکۍ يې ده ته ورکړه هغوی چي ټکۍ وخوړي مړه سول او ده د هغو غوږونه پرې او په خورجين کي يې واچوله او
ناوخته کور ته رهي سو
او دا يوه مياشت يې حال پلن واچوی او په کور کي يې خوبونه کول .
او کازی بيا هره م
اښام ددوی دروازه ورټکوله او ډول ډول ميوې ، دانې او سوغاتونه يې ورته راوړل او ناری به يې کړل:
ورينداري څ
نګه يې؟ورينداري کوم شی خو دی په کار نه دی؟
او د باغوان ماينې به د حيا نه په ډکه خندا ځواب ورکۍ: يا،
او
دکازي به د باغوان د راتګ پوښتنې کولې.
چي د باغوان مهلت پوره سو هغه په څيري څيري کالو به دوړو لړلی ګوډ
ګوډ هله هله د باچا د ماڼۍ خوا ته رهي سو.په ښار کي آوازه سوه چي باغوان د تور غره غله مړه کړی دی
باغوان هم
د غلوغوږونه د باچا و مخي ته کښېښوول ، باچا ډير خوشاله سواو دکازی پسې يې رویبار واستوی هغه چي را غی هغه
ته يې په خوشالۍ وويل :
رښتيا چي ته پوه سړی يې . کازی په زړه کي بيا ډير خواشينۍ سواو چرت يې واهه چي دا بيا څه
چم وسو او د بلي پلمې او نخښې په لټه کي سو
لنډه دا چي کازي داسي نخښه جوړه کړه چي هيڅ خو هيڅ شی نه دی او د هيڅ
په نامه خو حيوان هم نسته، دی به د هيڅ پسې واستوم او هلته به يې شرمښان وخوری او که يي هيڅ رانه وستی بيا به يې
هم په باچا مړ کم چي د هغه امر یې په ځای کړی نه دی
کازي بیا د باچا پر غوږ ور پريوت او هغه ته يې وويل:که زما
منې دا باغوان ډير هوښيار سړی دی هغه واستوه
تاته د خوش بختۍاو سعادت حيوان چي هيڅ نوميږی راولی! چي هيڅ په
باچاهی کي نه و ي هغه باچاهي خوند نه کوي، بې هيڅه ژوند ژوند نه دي، ته يې ولي ونه لري ! ته تر چا کم يې ! دا مظ
وم خلک د چا کم دي چي په شاهي باغ کي هيڅ نه لري او پړنګ باچا ته په ژړا سو
باچا ويل :هين
او باغوان ته يې
امر وکړ: چی ورسه ما ته هيڅ راوله !
باغوان ډير خپه کورته راغي ماينې يې بيا ترې وپوښتل :
ته ولي بيا داسي خپه
يې؟ بيا څه خبره ده !
باغوان ورته وويل: باچا وايي ورسه ما ته هيڅ راوله
ماينې يې ورته وويل : بل چاره نه لرې،
ورسه ورته ووايه: زه ستا امر په سر او سترګو منم ما ته يوه مياشت مهلت او شل کڅوڼې ټنګې، زر اوغجرۍ راکه . ده
باچا ته دا ټوله وويل
باچا هم خزانه دار ته امر وکۍ او هغه دا ټولي تنګې ورکړې
د باغوان ماينې و باغوان ته
وويل: سهار وختي ځه په دښتو او غرو کي د الوتونکو بڼکې او د حيوانانو وړۍ، دپوستونو ټوټې را ټولوه او د شپې
ناوخته کور ته راځه . څه سر دی پر له ګرځوم د باغوان هره و رځ همدا کار وو
او کازی بيا هره ماښام ددوی دروازه
ورټکوله او ډول ډول ميوې او دانې يې ورته راوړل او د باغوان د راتګ پوښتنې يې کولې او ويل به يې: ورينداري! څنګه
يې؟ د شپې خو نه بېرېږی؟کوم شی خو دی په کار نه دی؟
د باغوان ماينې د هغه نه ډول ډول الوتونکې غوښتل او هغه
ته يې ويل: سينه مي درد کوي يوه دانه طاوس غواړم او بل شپه يې و رته ويل: يو کولنګي چرګ غواړم او بله شپه
طوطي... ترې غوښت
باغوان د ماينې په سلا دوې پرله پسې خونې جوړي کړې او د دواړو خونو تر مينځ يې يو څاه وکیندۍ
او هغه يې يوه ورځ له مهلت نه مخکي د سرېښو ډک کړ او په دوهمه خونه کي يې هغه ټول بڼکې ، ويښتان ،و ړۍاو د پوستونو
ټوټې اوري کړې
او باغوان ته يې وويل: ته به د شپې په دو لسو بجو ديوې شلاخې او تسمې سره کور ته راسې ما به هيڅ
تيار کړی وي د هغه په غاړه کي به دا تسمه واچوې او سبا به يې په وهلو وهلو و باچا ته بوځې
ماښام چي کازي
اغی او پوښتنې اوښتنې يې پيل او نارې يې کړې:
ورينداري! څنګه يې؟ کوم شی خو دی په کار نه دی؟ او د شپی خو نه بي
يږی؟ امنيت ډير خراب دی په ځان پام کوه! او رښتېا د باغوان کوم درک- مرک نه دی مالوم سوی ؟!
د باغوان ماينې د
حيا نه په ډګه خندا ورته ځواب ورکۍ: يا د هغه دی خاورې په سر سي هغه کله هیڅ پيدا کولای سي
کازی ورته وويل: که
پيدا يې نه کۍ بیاباچا هغه وژنی سر خلاص که!
د باغوان ماينې کرار دروازه خلاصه او کازی ته يې وويل: پرون شپه
يره بېرېدمه!
کازي د منګي غوندي په غټه خېټه يو بغله د دروازې نه ور تير سو.او د باغوان ماينې ته يې وويل:
زه
خپله پرتا پهره کوم او د کوتې په پای کي کښيناست
د ډوډۍ خوړلو وروسته يې گرمي وسوه او کرار کرار يې ټول کالي
ويستل او لوڅ لغړ پرېوت او د باغوان مايني ته يې ويل:
راسه چي بيده سو!
هغې ورته ويل: څه تلوار دي دی شپه خو
لا اوږ.ده ده. او دا مهال دروازه وټـکيده او د باغوان ږع سو:هو ښځې! چيري يې؟ هيڅ مي راوستی دی.
کازي وويل: زه
څه وکم؟
د باغوان ماينې ورته وويل: ته هغه بلي خونې ته ولاړ سه!
کازي بلې خونې ته وځغستل او هلته د سرېښو په
څاه کي ولويد اود باغوان ماينې د سرېښو يوډک سطل پر سر ورتوی کۍ، بيا يې هغه راپورته کۍ اوهغه ته يې و ويل: ته
په هغه خونه کي لغړه چي وچ شې اوزه به باغوان اخته کم
باغوان نارې کړه: دا هيڅ چيري ودرم؟ ماينې يې ورته
وويل: هغه خوني ته بوځه!
باغوان هغه خوني ته ورغۍ او د کازی په غاړه کي يې تسمه ورواچوله
د باغوان ماينه
راغله او باغوان ته يې وويل: کمه دی هيڅ ؟باغوان کازي به شا وټکوی او ورته يې وويل:
دغه دی .
هغې چي د کازي
پر شا لاس تير کړ، ناری يې کړه:
دا څومره لوند خېشت دی!
اور يې ورته بل کړاو او د بدن په لوڅو ځايو يې پاته
بڼکې ورومښلول
سهار يې په وهلو وهلو د باچا د ماڼۍ خواته هله هله رهي کۍ، په ښار کي آوازه خپره سوه چي
باغوان هيڅ راوستی دی
باچا د هيڅ په ليدو ډير خوشاله سو او دکازي پسې يې سپاهيان وليږل چي هغه ژر خبر کړ ی
ځکه هغه ډير ارمان درلود چي هيڅ وويني .خو کازي نه وو
او هره ورځ جوپه جوپه خلک د هيڅ ديدن ته راتلل چي دا د
سعادت حيوان په خپلو سترګو وويني او د دوږخ اور پر حرام سي
باغوان او ماينې يې د دې باچاهۍ کډه وکړه او و
اړه.
کيسۍولاړه په کولک ننوتله
زه ولاړم په تلتک
ننوتم
پای