دخپریدو نیټه : 2006-09-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
توت دې ولې نه راوړل؟
ام
ين الله عادل
توت دې ولې نه راوړل؟
هر چېرته به، چې لاړ، ورته ويل به يې ي
ه بابا يا كاكا ته مشريې دا كار ستاله سويې اوچت دى، ده هم له هېڅ كار څخه مخ نه اړولو خو، چې ورته پيداشوى وا
.
ډېر به وګرځيده. لنډ اولرې ځايونه به يې ټول ترپښوكړل، خو د خفګان او پريشانۍ له درانه پېټي پرته به يې نور
هېڅ نه شو راوړلى. د نورو خلكو كه د ستړيا او ستومانۍ په بدل كې څه روپګۍ په لاس ورتلې، خو دده به يوازې د پريشانۍ
پنډه ښه په تول تللې وه، چې زياته به نه وه كمه خوبه بېخي نه وه، دلته د كور او بچيانو سوي حالت به يې د پرېشانۍ لږ
نوره مالګه ورسمه كړه.
وبه ګرځيده كار به يې و موند، خو چاكار ځكه نه وركاوه، چې نوموړى به لږ مشر او كمزو
ى تر سترګو ورغى، ورته ويل كيدل به، چې نه كاكا ته سپېنږيرى يې! دا كار سخت دى او نه پر تا څه امر كولاى شو! ځه
تاته د خداى ښه كار در پيداكړي! خداى مهربانه او روزۍ يې ډېرې دي! ده به ويل زه كه سپېنږيرى يم كار مې ځوان دى، تج
به يې ډېره ده، ښه تكړه يم.
يوه ورځ په چورت كې ورولوېده، چې يره زه به ريښتيا ډېر سپينږيرى او كمزورى وم او
دكار كولو توان به نه لرم، راځه لږ بنجاره سودا به له دوكانو څخه اخلم، پركليو به يې ګرځوم، مشريم، ښځې به ډېر
ستر نه راڅخه كوي، ګوندې وي، چې سواد مې وشي او يو څه راته جوړشي، په قرضه پيدا كولو پسې ډېر وګرځيد، آخير يې د
سو شپو په مخه ديوه واړه پنډكي پيسې پيدا او سودايې پرې وكړه، كلي په كلي، كوڅه په كوڅه او كور په كور به ګ
ځيده،(هلئ سودا ده، سودا) تش به نجونې او ماشومان به پرې راټول شول! ماماڅه شى دې راوړي؟ ماماڅه شى د راوړي ؟
دايې هم تر غوږ شول، چې ماما توت راوړي؟
ماما به يوه ديواله ته ډډه ولګوله، پنډه به يې خوره كړه دچا د
پوښتنې په ځواب كې به يې، چې د كوم څيز ارزښت او قېمت ووايه، خامخا به ورته ويل كېدل: ( وى ماماتا خو بېخې قيامت
جوړكړى ) .
د ده د خوښۍ شېبه به هغه وه،چې كوم هلك يا جينۍ به ورته وويل: پلارجانه دغه (( لښتۍ، ګوتې، بنګړي ...
يا دغه شي راكړه، چې هلته يې ګوري او اخلى يې، بابا به نو ورته وويل: (ها واخله، چې خراب يې نه كړې او لږ سپوره ډوډۍ
هم در سره راوړه، چې دا معده مې داسې سولېږي. په غه بل كلى كې د ده د چيغې سره سم، چې (( سوداده سودا)) يوه در وازه
نيم كښه شوه، يوې لږ غوند ته مشرې ښځې ورته وويل: (سړى توت راوړي).
په زړه كې يې افسوس وكړ، چې كاشكې توت يې
اوړي واى اوس به يې خرڅ كړي واى توت لكه، چې ښه پلورل كېږي،لكه چې بل چايې هم پوښتنه وكړه!
يو څو روپۍ يې نورې
هم قرض كړې او يوه مركبه ( خره ) يې باركړه او په كليو سم شو، (( توت دي توت )) كلي په كلي و گرځېده، خو له نورو، چې
ناهيلى شو سيخ همغه كلي او بيا همغه كور ته ورغى د روازه يې ټك ټك كړه، چې راشئ توتوته .
سړى را ووت ماماڅه
وايې؟
_ دادي توت مې راوړي كنه
_ ولې موږ خونه دې غوښتي
_ دلته يوه ښځه وه كنه، ښځه، چې راپيداشوه
ويل يې : مامكه تاته خو مو انتظارنه شو كولاى، توت موله بازاره په خپله راوړول.