مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د طبيعت په محكمه كې د كندو او ژورو شكايت ليك

امين الله عادل

 كندو او ژورو د طبيعت په نړيواله م حكمه كې دخپلو غوښتنو اوږده پرپړه وړاندې كړه، چې موږ د غرونو او ژيو سره مساويانه حقوق غواړو د پيدايښت نه تر دې دمه زموږ ټول حقوق تلف شوي، ژيو، غونډيو او په ځانګړي ډول ټولو غرونو زموږ په حقوقو خېټه اچولې ده، نور موږ زغم او حوصله نه لرو، ياخپل حقوق غواړو او يا هم له ژوند او پدې نړۍ كې له خپل شتون څخه تېر يو چې غرونو ته پته و ي او زموږ ارزښت ور معلوم شي.
 محكمې نن ورځ د همدغې قضيې د څېړنې لپاره ځاڼړې كړې وه او د نړيوالو گواهانو پر وړاندې يې د دغه دعوې څېړنه پيل كړه، په پيل كې د قاضي لخوا پر مسله رڼا واچول شوه او بيا د د ژورو او كندو استازيو ته د خبرو امر وركړل شو د ژورو استازى، چې غوصه او افسوس يې په تندي كې له ورايه ښكارېده، وويل:
 "م وږ د ددغه وجود د غړي په توگه نور د غرونو او غونډيو څخه خپل مسلم حق غواړو، له پيله تردې دمه مو ډېرې ستونزې او نادودۍ ګاللې، نور يې زغم نه لرو، موږ هم بايد د ځمكې له مخ سره يو برابر شو اوبايد له ژيو او غرونو سره مساويانه حقوق ولرو، غرونه بايد لوړ نه وي، موږ له بېخي زياتو كړاوونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان يو، د بېلګې په توګه: اوبه چې ددنيا يو لوى نعمت دى، خو زموږ ډېرې كندې او ژورې يې بېخې د لمر له نور څخه محرومې كړې دي، تل اوبه په كې ډنډې ولاړې وي، كوم ژوى او حيوان چې مړ شي زموږ لمنو ته راوړل كېږي، چې همدلته بوين او خسا كېږي، غل غدوى په موږ كې پټېږي، اول پر موږ باندې سيورې راځي، كله چې باران شي ظالم او سر زوري سيلابونه زموږ ټوله هستي او نېستي په مخه كوي.... د ښكلي شمال او د نسيم له مينه ناكو وږمو څخه خو تل محرومه يو...."دېته ورته يې ډېرې نورې گيلې هم مطرح كړې.
 د محكمې قاضي په ځواب كې زياته كړه،" هر شى ځان ځان ته جوړښت لري په تاسو كې هم ډېر داسې شيان شته، چې تاسې يې لرى خو نور يې نه لري، تاسو ته د مينې، مهربانۍ او صله رحمۍ برخه دركړل شوې، همدا ده چې د وجود ټول ساكښان تاسې ته پناه دروړي،
 په تاسوكې د يخو اوبو ښكلې چينې بهېږي، چې ددې په بركت ستاسې لمنې په ښكلو ونو، بوټو او شنو گياوو رڼينه او په ښكلو نباتاتو سمسورې دي، لدې سره سره ستاسې غېږې ته د دنيا ښكلي ژوي، مرغان او ټول ساكښان د اوبو او خوراك لپاره درځي، ستاسې په وينا چې زموږ په ډېرو ژورو او كندو كې اوبه ډنډې وي، خو هلته په اوبو كې څومره ډېر ساكښان ژوند كوي،خوند خو هلته وي، چېرې چې ژوند وي، ددې ترڅڼ په اوبو كې څومره لعل، مرجان او قېمتي اثار پ اته دي، هغه ستاسې دي، په دښتو كې خو وچ بوټي او غرونو كې خو تش سپېره كمرونه او تيږې دي، نو آيا تاسې هغه غواړئ؟!
 د محكمې قاضي زياته كړه، غرونه چې لوړ دي تېږو او ښو يې تنه غټه كړېده، اوبل د ځمكې د ثبات او ټيڼښت دنده پر غاړه لري، كه دغه دنده تاسې پرغاړه اخېستى شئ، نو را مخې ته شئ.
 د هغه ځايه لوى غره د غاړې تازه كولو او ښه په زوره ټوخېدو نه وروسته وګړبېده: "زه چې گيله نه كوم، ژورې خوركۍ ته خو پټه خوله كښېنه!".
 ۲۰۰۵\۱۱\۱
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery