دخپریدو نیټه : 2006-09-04 مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان
د کمپیوټرګړۍ
ژباړن:ب.بهیر وردګ
(Clock )
د پراسسر په دننه کې
یوه ګړۍ شته چې د نبضونو (Pulses)پواسطه د کمپيوټر د ټولو پرزو چارې هم غږي کوي.
کمپيوټر برسيره پر مرکزي پراسسر
د څو فرعي پراسسرونو لرونکی دی.
فرعي پراسسرونه په پرله پسې او دوامداره بڼه نه بلکې په متقطع (وقفه اي) بڼه عم
ل کوي ددې متقطع عمل د کنترول لپاره له يوې مرکزي ګړۍ څخه کاراخلي چې له هر فرعي پراسسر سره وصل دی.
ګړۍ د يوه
تپيدونکي زړه په څير دی، پراسسر تر هغې ويده وي چې تر څو د ګړۍ تپيدل ورته نه وي راغلي او د ګړۍ د تپيدا له راتګ
سره سم له خوبه ويښ او خپله دنده سرته رسوي.
د هر دوراني حرکت په څير، ددوو تپيداؤ تر منځ وخت د دورې په نامه
ياديږي او په ثانيه اندازه کېږي.
په يوه ثانيه کې د تپيداؤ شمير د فريکونسي په نامه ياديږي چې په هرتز اندازه
کېږي.په حقيقت کې هرتز ددورې معکوس دی (Hz=1/sec ).
د چټکو پراسسرونو چټکتيا چې په GHz او د ګړۍ چټکتيا چې په
MHz اندزه کېږي،دا د پراسسر او د کمپيوټر چټکتيا ټاکي.
پراسسر يوه مسله ګام په ګام حلوي چې ددې ګام په ګام حل س
عت هم د ګړۍ د چټکتيا پواسطه ټاکل کېږي.
يوه ګړۍ په حقيقت کې دا ټاکي چې کمپيوټر په کومه چټکتيا یوه مسله حل
کړي،د کمپيوټر د ګړۍ هره تپيدا د ماشين د يوه دستور يوه برخه سرته رسوي.هر دستور د ګړۍ يوه يا څو دورو ته اړتيا
لري.البته دا شميره د پراسسر له ډول سره تړاو لري.