دخپریدو نیټه : 2006-09-18 مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان
د مایکروسافټ ډیری کارکوونکي له ګوګل پلټونکي ماشین څخه کار اخلي!
ب.بهیر وردګ
د یوې څیړنې له مخې
ښودل شوې چې د مایکروسافټ (Microsoft) د شرکت ډیری کارکوونکي په ویب (Web) کې داړتیا وړ توکو دموندلو لپاره د خپل
سیال شرکت (ګوګل) له پلټونکي ماشین (Google.com) څخه کار اخلي.
دا خبره د Andrew Hitchcock پواسطه برلا شوې ده.دې کس
وکولای شوای چی د Google Analytics پوستکالي (Software) په مټ داخبره رښتیا کړي.
دی وایي چې یواځې د ۲۰ فیصدو په شاوخوا کې
دمایکروسافټ (Microsoft) کارکوونکي له MSN سرویس (Service) څخه کار اخلي.
سربیره پر دې د یوې بلې څیړنې پایلې دا ښیي چې دم
ایکروسافټ (Microsoft ) شپږ شپیته فیصده کارکوونکي د خپلې پلټنې لپاره له ګوګل (Google) څخه او ۱۰ فیصده نور
دیاهو (Yahoo) له ویب پلټونکي ماشین څخه کار اخلي.