مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-29   مخپرونکئ : کوچۍ

لومړنۍ ښځه فضا ته د سېل لپاره

کوچۍ

جمعه د ١٣٨٥ لمريز کال د تلې ٧

فضا ته د سېل لپاره تګ ډېرو خلکو ته د يوه خوب په څېر برېښي. خو انوشه انصاري  خپل دغه خوب په رښتيا واړاوه. څلويښت کلنه اېرانۍ ميرمن انوشه انصاري، چې په  ١٩٨٤ کال کې يې خپل هيواد پريښې و، په امريکا کې يوه تجاره  مېرمن ده.

 

نوموړي دروان کال  د سپتمبر د مياشتې د ١٨نه تر ٢٩ نيټې پورې  د قزاقستان د بايکانور د فضايي اډې څخه د سايوز راکټ په وسيله د  آي ايس ايس نړيوال فضايي سټيشن په لور وتوغول شوه. ويل کيږي چې د دغه سفر لپاره انوشه چې نن بيرته مځکې ته راکوزه شوه ، نږدې شل مليون ډالره و کړي دي.

 

انوشې د خپل تګ په وخت کې ويلي و چې: زه د خپلو هېوادوالو لپاره ځان   نمونه  جوړه ول غواړمه. زما په فکر به فضا ته  زماتګ د اېران ځوانانو ته د ځلانده راتلونکي مسبت پيغام  ورکړي، ځکه هغه څه چې د اېران ځوانان نن سبا اوري، يواځې د جنګ او  وينې تويولو په هکله دي.

 

انوشې په خپل سفر ډېره خوښي ښکاره کړی او ويلي يې دي چې فضا ته د دوهم ځل لپاره هم تلل غواړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery