Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-07 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د قرآنکريم د سورتو د موجوده ترتيب په اړه .
دارالافتآء : أبوالفضل .
فتوی نمبر (۷) .
مستفتي : انجنیر عزت الله نبیل .
ټولو محترمو اوجیدو علما ؤ او دبینوا سایت کارکونکوته سلامونه اونیکی هیلی
زما پوښتنه داده چه قرآن کریم څنګه ترتیب شویدئ ځکه ځینی سورتونه مدنی او ځینی مکی دی لیکن بیاهم په ترتیب کی یوپه بل پسی راغلی دی آیا دنزول اوکه دمکان په نظرکی نیولو سره ترتیب شوی دی
په لوۍ الله موسپارم او جواب ته منتطر یم .
الجواب واليه المآب :
د قرآنکريم د مبارکو سورتو د ترتيب په اړه درې مذهبونه او قولونه علمآؤ ذکر کړیدي :
اول قول دادئ چي د قرانکريم د سورتو ترتيب په دغه ډول چي همدا اوس دئ دا دنبي (صلی الله عليه وسلم) په هدايت او رهنمايي سره ندئ سوئ بلکي صحابهء کرامو پخپل اجتهاد سره د قرانکريم د سورتو ترتيب په دغه موجوده شکل سره کړئ دئ ، البته د هر سورت د اياتو ترتيب د نبي (عليه الصلاة والسلام) له لوري په اخبار د جبريل (عليه السلام) سره له أمره د خدائ (جل جلاله) څخه سوئ دئ ، دا د جمهورو او أکثرو علمآؤ قول بلل سوئ دئ .
دوهم قول دادئ چي ترتيب د ټولو سورتو د قرانکريم د اياتو د ترتيب په ډول د نبي عليه السلام په تعليم او لارښوونه سره سوئ دئ ، او يو سورت هم په قرانکريم کښي پخپل موجوده ځائ کښي بېله امره د نبي (عليه السلام) څخه ندئ سوئ .
دريم قول دادئ چي د ځينو سورتو ترتيب د نبي علیه السلام) په تعليم سره سوئ دئ او د ځينو بيا په اجتهاد د صحابه و سره سوئ دئ .
دغه دريم قول ځينو علمآؤ بهتر قول بللئ دئ .
هر فريق دليلونه لري چي ذکر کول يې و زيات وخت ته اړتيا لري ، ددې جواب د تثبيت او ددراز معلومات د تر لاسه کولو دپاره د زرقاني «مناهل العرفان في علوم القرآن ص۳۴۶بياتر ۳۵۳ پوري» وګورۍ .
حاصل دادي چي د قرانکريم د سورتو په دغه مشخص ترتيب کښي نه نزول په نظر کښي نيول سوئ دئ او نه مکان بلکي د ځينو خاصو حکمتونو او مناسبتونو په سبب کوم چي د خدائ ورسول ته د الله پاک له لوري معلوم سوي وو ، او يا صحابهء کرامو په خپل اجتهاد سره معلوم کړي وو دقرانکريم وسورتو ته دغه مخصوص او مشخص ترتيب ورکړ سوئ دئ ، او هغه خاص حکمتونه او أسرار چي د هغوۍ په وجه د قرانکريم وسورتو ته دغه متعارف ترتيب ورکړ سوئ دئ د الله پاک او د الله پاک د رسول په علم کښي او یا د أصحاب کرامو به ذهنو کښي محفوظ پاته سويدي ، په کتابو کښي د هغوۍ ذکر په مفصل او مستند ډول نه دئ راغلئ ، او قيلْ او قلنا په دې باره کښي د اعتبار وړ نه دي .
والسلام .
حرره : أحقر المخلوقین محمد معین الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ