مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-07   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

څوک چي په اور کي ايره سي د هغه برزخي عذاب او ثواب .

دارالافتآء : أبوالفضل .

فتوی نمبر (۸) .
مستفتي   :  شفیع الله :خاکسار.

 

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
که یو سړئ مړشي اوپه قبر  کي ښخ شي نو دځمکي عذاب او سوال او جواب به یي په قبر کي وي .
۲ـ او که سړي په اور کي وسوزي ــــ یا په بم باندي والو زي  ـــــــ یا په اوبو کي غرق شي او ماهیان یي وخوري سوال او جواب او د ځمکي عذاب به یي په څه ډول وي  ؟

ستاسو نه ډیره مننه که زمونږ سوال ته مو جواب راکړ    .    وسلام په احترام    مننه مننه مننه  .
خداي(ج)دي وکړي چي تاسي زما سوال ته جواب راکۍ نو زه به بیا دوباره دیني پوښتني له تاسو نه وکړم  .
شفیع الله :خاکسار.

الجواب و منه الصواب .
له مخه تر دې چي د ذکر سوي مستفتي صاحب د پوښتني جواب زه وکړم د مقدمې په ډول يوه خبره ذکر کوم ، هغه دا چي هغه څه چي د الله پاک د قدرت او علم په قابو کښي دي او هغه کارونه چي الله پاک يې کوي د انسان د ناقص عقل  د احاطې او ادراک په قابو کښي نسي راتلاۍ ، دشريعت اسلامي ډيري خبري پدې ډول دي چي  يو څو قرنه مخکي د انساني عقل په نظر کښي مستبعَدي معلوميدلې ليکن د موجوده عصر او يا د څه مخکي زمانې ساينسي ايجاداتو د هغو خبرو عقلي استبعاد له منځه يووړئ .
له دغي لنډي مقدمې څخه وروسته د محترم ورور د پوښتني وجواب ته راځم ، درشريعت اسلامي د أهل سنت والجماعت امامانو پخپلو معتمدو کتابو کښي داسي ذکر کړيدي چي يو څوک چي يو درنده او حيوان يې وخوري يايې د درياب ماهئ تير کړي ، او يا په دار راوځړيږي ، او يا په اور وسوځي ايره سي وهوا ته پورته سي ، پر هر تقدير باندي و الله پاک ته دده دبدن اجزاوي معلوم دي ، د درنده په نس کښي دده د بدن له اجزاؤ سره دده دروح تعلق پيدا کوي ، دده دبدن له ايره کړ سويو اجزاؤ سره دده دروح تعلق پيدا کوي ، پر دار سربيره دده له بدن سره دده روح تعلق نيسي .
 ددغه تعلق په وجه دده د بدن اجزا او روح (که دَی صالح سړئ ؤ  د عالم برزخ له ثواب څخه مستفيد ګرځي ، او که کافر يا ګنهګار انسان ؤ نو د عالم برزخ له عذاب څخه برخه اخلي .
کچيري موږ ته د قبر د عذاب په هکله د کوم ورور پوښتنه راورسيدله نو بيا به په دې باره کښي انشآء الله موږ مکمل شرعي تحقيق د مسلمانانو و مطالعې ته وړاندي کړو   .
والسلام  .

دمذکوره بيان د اثبات دپاره د ابن قيم جوزيه (رحمه الله) د «کتاب الروح ص ۷۸» دغه لاندي عبارت وګورۍ   :
فصل  : و ماينبغي أن يعلم أن عذاب القبر هو عذاب البرزخ فکل من ماتَ وهو مُستحق العذاب ناله نصیبه منه ، قُبِرَ او لم يُقبَر ، فلو أکلته السباعُ أو احرق حتی صارَ رمادًا و نصف في الهوآء ، او صُلبَ او غرَقَ في البحر وصل الی روحه وبدنه منَ العذاب ما يصل الی القبور   .
 
حرره  : أحقر المخلوقین محمد معین الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery