Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-10 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
په لاس سره استمناء او قضا د شهوت .
دارالافتآء : أبوالفضل .
فتوی نمبر (۱۰) .
مستفتي : مطیع الله " شیرزاد .
ځائ :
سلام : بعد له سلامه په ډیري بخښني غښتولو سره ستاسي مخي ته مونږه یو سوال گدو ، هیله ده چی جواب راته راکړۍ .
هغه دا چي که چیری یو نفر مجرد وی او دلاس څخه کار اخلی نو د ده دپاره گناه شته او که نه؟
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
يوسړئ چي بې له عذره استمنا باليدوکړي يعني خپل عضومخصوص په لاس سره مښي ترڅوچي مني ورڅخه راووزی اوانزال سي ، نودامام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په نزد دغه کاردده ناروا او مکروه تحريمي دئ ، په دليل ددې قول دخدائ پاک چي «والذين هم لفروجهم حافظون ، الاعلي ازواجهم او ما ملکت ايمانهم فأنهم غيرملومين » سورة المعارج ـ
ځکه چي په دغه آيت کي ومسلمانانو ته دا هدايت موجوددئ چي قضادشهوت به صرف اوصرف له خپلي ښځي اوياله خپلي مينځي سره دوطی له لاري کيږي ، اوبله داوجه هم ده چي په دغه کارسره بې ځايه ضائع کېدل دمني راځي کوم چي دانساني نسل دتولد اصلي ماده ده اودارنګه تهييج اوراپارول دشهوت بې ضرورته په دغه کارسره راځي .
اوکچيري ودې کار ته کوم مجبوريت پيداسي مثلايوسړئ ښځه نلري يايې لري خوپه داسي ځای کي شهوت باندي غالبه سي چي ترخپلي ښځي پوري نسي رسېدلاۍ اویايودم له دووبلاووسره مخامخ سي چي يابه دلاس په ذريعه قضادشهوت سرته رسوي اويابه زناکوي نوپه دغه وخت کښي دلاس په توسط سره قضادشهوت سرته رسول پرده باندي واجب ده (ابن عابدين ج۲ ص۱۰۰ ) .
اوعبارت دفتح القديرپه دې باره کي په دې ډول دئ «فان غلبته الشهوة ففعل ارادة تسکينها فالرجاء ان لايعاقب » .
اودامام مالک اودامام شافعي (رحمهما الله) مذهب په دې باره کښي دادئ چي دغه کارحرام دئ ودغه سړي ته به اسلامي حکومت تعزير ورکوي ( الخطاب ج۶ ص۳۲۰ / الدسوقي ج ۱ ص ۱۸۳ / روضة الطالبين ج۱۰ ص۹۱ / نهاية المحتاج ج۳ص۱۶۹ ) .
اودامام احمد بن حنبل رحمه الله مذهب په دې باره کښي دادئ چي داکار بې حاجته اوبې عذره حرام دئ اوموجب دتعزيردئ .
اويوروايت له امام احمد صاحب څخه داسي راغلئ دئ چي استمنا باليد حرامه ده که څه هم دزنا بېره وي ( الانصاف ج۱۰ ص۲۵۱ / کشاف القناع ج۵ ص۱۸۸ ) .
والسلام ومن الله التوفيق ـ
حرره : أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ