مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-11   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د مړي په باره کښي يوه عجيبه مسئله .

دارالافتاء :ابوالفضل ـ

د مړي په باره کښي يوه عجيبه مسئله  .
فتوی نمبر (۱۵)  .

مستفتي    :  مولوي حضرت علي ترابي  .
ځائ             :   پښين باديزيي کلئ حاجي خړ   .
 محترم عالیقدرعلامه ابوالفضل صاحب ستاسي محترمو اودبينوادادارې  دمسئول زرکرته شکرګذاره يم  چي  زموږ دپوښتني جواب مو  په لوړه کچه محققانه اوعلمي انداز کښي راته نشرکړ  اوس زه يوه بله پوښتنه لرم  هغه دا چي که په ځينوعلاقوکښي داسي نادره پېښه سي چي هرمړي چي دوئ ښخ کړي نودشپې له خوا هغه مړي په کفن کي وخپل کورته ياونوروکوروته  حاضريږي چي په نتېجه کښي له ده څخه   دوېري په وجه ډېرخلګ  مړ ه سي اوبياچي خلګ دغه مړي سهار له قبره څخه راوکاږي اوسريې ورپرې کي اويايې وسوځي نوبياخلګ له دغه مصېبت څخه خلاص سي اوکه داسي ونه کړي نوبيانه خلاصيږي  داسلامي شريعت له نظره دغه کار څنګه دئ  اودوئ دمړه دغه شکل کوم چي دشپې وکوروته ورځي دجادوپه نامه سره يادوي   ـ

الجواب برحمة ملهم الصواب    
کچيري دغه ډول واقعه په رشتیا پيښه سي نو وخلګو ته هغه کار کول  جائز  دي کوم چي مستفتي په استفتآء کښي ذکر کړيدي   ، دا مسئله که څه هم د فقهي په معتبرو کتابو کښي مذکوره نه ده خو د علمي اصولو له دوو قاعدو څخه ددې مسئلې حکم ثابتیږي  : چي يوه قاعده په دې ډول ده چي په هغه صورت کښي د ضرر خاص تحمل او برداشت کول کيږي کله چي په هغه سره دفع د ضرر عام راځي  :
(يُتحمل الضرر الخاص لدفع الضرر العام ) .
او دوهمه قاعده داده چي که يو انسان و يوه له دوو نامشروعو کارو ته مجبور کړ سي نو به دغه انسان په دغو دوو کارو کښي هغه کار غوره کوي کوم چي د ګناه او دضرر په اعتبار کم او لږ وي  .
(اذ تعارضت مفسدتان ارتکبت اقلهما فساداوضرراً) .
د روميلي په علاقو کښي په سابقو قرونو کښي همدغسي واقعه پيښه سوه ، نو د هغه وخت علمآؤ په همدغه شکل فتوی صادره کړه  .لکه چي دفتاوي کاملیې په ۲۶۱مخ کي راغلي دي

په فتاوی کاملية / کتاب الحظر و الاباحة ص ۲۶۱ کښي داسي راغلي دي  : 
فهذا الجواب مبني علی هاتين القاعدتين فلا بأس بالعمل به اه و الله تعالی أعلم   .

حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery