Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-14 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
۲ د مولانا فضل الله د دقيقي علمي پوښتني جواب .
دارالافتاء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۲۲) .
مستفتي : مولانا فضل الله .
ځائ : چمن .
دبینوا وټولوکارکوونکوته ددوی ددې سترخدمت ترحد زیاته شکریه وایم .
محترم علامه ابوالفضل صاحب ! ته له عواموسره سره دعلماؤ دپاره هم یوعظیم الهي غنیمت یې که دوۍ وغواړي چي استفاده درڅخه وکړي ، نوپه دې وجه زه داپوښتني درڅخه کوم ، په هغو کښي دوهمه پوښتنه داده چي په ځینو تفسیرو کي ما دشجرة» دلفظ په دې قول دخدای کي چي : «ولاتقرباهذه الشجرة» تفسیرپه علم سره ولیدی نوددې توجیه په څه ډول سره کېږي ؟
الجواب وهو الملهم للصواب .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم .
کومو مفسرينو چي د «شجرةٌ» د لفظ (کوم چي په دغه مبارک آیت کښي راغلئ دئ چي «ولا تقربا هذه الشجرة الخ» ) تفسير په علم سره کړئ دئ نو په دې باره کښي مولانا عصام الدين اسفرائيني عجبه او نادره قصه ذکر کړېده : ده ويلي دي چي کله ما دا تفسير وليدئ نو ډير په حيرانتيا کښي واقع سوم ، او پدې نه پوهیدم چي له دغه علم څخه به کوم قسم علم مراد وي ، بيا چي کله بيده سوم نو خوب مي ليدئ چي و اسمانو ته پورته سم ، په اسمانو کښي مي حضرت آدم (عليه السلام) وليدئ ، بيا مي له ده څخه پوښتنه وکړه چي ته په جنت کښي الله پاک له چشي څخه منع کړئ وې ؟
ده راته وويل چي زه په جنت کښي الله پاک له علم استدلالي څخه منع کړئ وم ؛ ځکه چي په جنت کښي موږ الله پاک د مشاهدې له لاري پيژندئ ، خو يو وخت له ماڅخه استدلال وکړ سو چي ددې په نتیجه کښي زه له جنت څخه راوايستل سوم .
دعصام ددغي وینا ماخذپه خپل فراست اوبصارت سره معلوم کړه .
حرره : أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ