Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-15 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د جمعي تر لمانځه له مخه څلور رکعته لمونځ سنت مؤکده دئ .
دارالافتآء ابوالفضل .
فتوی نمبر (۲۸) .
مستفتي : عتيق الله .
سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ !
ځما درې پوښتني دي ، اوله دا چي د جمعې د فرض لمانځه څخه مخکي څلور رکعته سنت دي او که نفل ؟
په درنښت
الجواب وهو الملهم للصواب .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم .
د جمعې تر لمانځه له مخه څلور رکعته سنت مؤکده دي ، او د جمعي له لمانځه څخه وروسته بيا شپږ رکعته سنت دي : چي اول څلور رکعته په يوه نیت سره دي او دوه رکعته جلا دي .
البته په دغو اخيري شپږو رکعتو کښي روایتونه مختلف دي ، ځيني صرف څلور رکعته له لمانځه څخه وروسته سنت بولي او ځيني دوه رکعته ، او ځيني شپږ رکعته سنت بولي ، خو بهتر قول دادئ چي شپږ رکعته دي او ټول سنت دي ، په نیت د سنتو به کړه کيږي .
(معارف الحديث ج۳ ص ۳۹۴ /فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۴ ص ۱۱۸/مراقي الفلاح ) .
حرره : احقر المخلوقین محمد معين الدين أبوالفضل ، أفغاني کان الله له .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ