مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دشفع الله خاکسار دیوې پوښتني جواب

دارالافتاء : ابوالفضل ـ

فتوی نمبر (۳۴) .
دارالافتآء علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  shafiulla:.khaksar
السلام علیکم هیله ده چي سلامو نه قبول کۍ  !
زما پوښتنه داده چي سړي او دس کوي او په پوزه باندي او به تیره وي دغه اوبه به «مز غو ته رسوي » او که به تنها په پوزه باندي او به تیره وي؟

له تاسو نه مننه

الجواب وهو الملهم للصواب  .

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .
محترمه وروره په استنشاق کښي يعني په پزه اوبه رغړولو کښي ، او دارنګه په خوله اوبه رغړولو کښي اوه کارونه سنت دي  :
(۱)   : ترتيب ، پدې ډول چي په خوله اوبه رغړول به له مخه تردې کيږي چي سړئ په پزه اوبه رغړوي .
(۲) : تثليث ، پدې ډول چي مضمضه او استنشاق به هر يو درې واره کوي .
(۳) : تجديد ، پدې ډول چي د هر وار دپاره به نوي اوبه رااخلي .
(۴) :  هر يو له مضمضې او استنشاق څخه به په راسته لاس کوي .
(۵) :  مبالغه کول دي په استنشاق او په مضمضه کښي ؛ ځکه يو په خوله او په پزه اوبه رغړول دي چي دا ځانته سنت دئ ، په استنشاق کښي دغه سنت پدې ډول ادا کيږي چي د پزي ونرميو ته اوبه ورسيږي او په مضمضه کښي پدې ډول ادا کيږي چي صرف په خوله اوبه ورغړول سي او د حلق تر سر پوري اوبه ونه رسيږي ، او يو مبالغه ده په استنشاق او مضمضه کښي : مبالغه په استنشاق کښي داده چي د پزي تر نرمۍ اوبه  و لوړي او د سر خواته ورتيري کړې سي ، او په مضمضه کښي مبالغه داده چي اوبه وسر ته د حلق ورسولي سي يعني غرغړه کړ سي  .
(۶) : مج    ،  يعني کومي اوبه چي په پزه ورغړول سي نو هغه په چپه لاس سره بيرته له پزي څخه راتوۍ سي او پزه وڅنډله سي  .
(۷ ) : استنثار  ، يعني کومي اوبه چي په خوله ورغړولي سي  نوهغه بيرته راتوۍ سي او تيري نکړې سي .

البته مبالغه اواستنشاق په اوداسه کښي هلته کيږي چي اودس کونکئ روژه دار نه وي ، او که روژه دار ؤ نو بيا به په مضمضه او استنشاق کښي مبالغه نکوي .
پاته سو و مغزو او دماغ ته د اوبو رسول په استنشاق کښي د سنت په حيث داخل نه دئ .
(مراقي الفلاح علی حاشية الطحطاوي ص ۳۹ ) .

تنبيه  :
د اوداسه په ارتباط و ځينو امورو ته په فهم سره ځما په تحقيق کښي دا خبره مناسبه ښکاره کيږي چي کله کله سړئ کوښښ وکړي چي په  استنشاق کښي اوبه تر دماغ پوري ورسوي ؛ په دې سبب چي ددغو اوبو په برکت  سره  شايد ځيني دماغي مرضونه له منځه ولاړ سي ، کله کله د انسان په دماغ کښي يو قسم چنجئ پيدا سي چي د هغه چنجي په وجه انسان له ډير مشقت سره مخامخ کيږي ، او خلګ ددغسي سړي په باره کښي  دا ډول ويناوي کوي چي دا مرګئ پيرئ دئ ، دا مرض هم ځما په عقیده ددغو اوبو په برکت ورکيدلاۍ سي  .
همدا سبب دئ چي فقهاوو ذکر کړيدي چي دا مستحب يامسنون کار دئ چي له اوداسه څخه وروسته چي کومي اوبه په لوښي کښي پاته سي نو سړئ باید مخ پر قبله ودريږي او په بسم الله سره دغه اوبه درې ځله غوړپ کړي  ، ځيني علماوو ذکر کړيدي چي دغه اوبه د اوياوو ۷۰ مرضو دپاره دوا دي ، او ځینو علماوو ددې وجه دا ويلې ده چي له اوداسه څخه په پاته سويو اوبو کښي ځکه د ۷۰ مرضو دفع راځي چي دوۍ په عبادت کښي کار سويدي ، او هر شئ چي په عبادت کښي کار کړ سي نو هغه برکتناک ګرځي  .

والسلام  ومن الله التوفيق .

حرره  :  احقر المخلوقین محمد معين الدين أبوالفضل ، أفغاني کان الله له  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery