Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-22 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
په تعویذاودم باندي شکرانه رواده ـ
فتوی نمبر (۳۸)
دارالافتآء علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتی زین الله،
محترم علامه ابوالفضل صاحب زماپوښتنه داده چي پرتعویذباندي شکرانه اخیستل رواده اوکه نه ده
الجواب وهوالموفق للصواب،
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
اجرت اوشکرانه اخستل په دم اوتعویذسره،رواده په دې کي هیڅ شک نسته ددې دوه دلیله دي اول حدیث دابوسعیدخدري دۍ چي ټولوامامانودحدیث ئې روایت کړَیدۍ چي دوی په یوه سفرکي دعربوپریوه کلي باندي راغلل اوډوډۍ ئې ورڅخه وغوښتله هغوی منع ورته وکړه بیا ددغه کلي سردارلړم وخوړنوودوی ته راغلل چي پردغه لړم خوړلي باندي دم وکړۍ نوحضرت ابوسعیدورته وویل چي تاسي وموږته له ډوډۍ راکولوڅخه منع وکړه نواوس موږمفت دم نکووچي مزدوري رانکړۍ نوبیادوی ورته وویل چي موږبه دیرش پسونه درکړونوابوسعیدرضی الله عنه اوه واره الحمد لله شریف باندي وویله اوهغه لړم خوړلَي سرداردفعة جوړسوبیا دوی هغه دیرش پسونه وابوسعیدته ورکړل اوبیا دوی ورسول علیه الصلوة والسلام ته داموضوع عرض کړه نونبي علیه السلام ورته وویل چي بیشکه ډیرلایق دهغه چي تاسي په هغه باندي اجرت اخلي کلام دخدای دي ماهم درګډکۍ وابوسعیدته ئې وویل چي ته په دې څه خبرسوي چي سورت فاتحه دم اوتعویذهم دۍ دوهم دلیل دادۍ چي متاخرینوعلماووپه اذان اوامامت اوتعلیم دقرآن باندي اجرت اخیستل رواکړَیدۍ نوپه تعویذباندي خوپه طریق اولي بایدرواسي الموسوعة ج۱۳ص۱۴خزینة الاسرارص۶۶وشروح الترمذي
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ