مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د جبريل (عليه السلام) متعلق معلومات .

دارالافتآء ابوالفضل .

فتوی نمبر (۳۹)
دارالافتآء علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي لطف الله
محترم مولوی صاحب  که دجبریل علیه السلام داسم محضه اولقب اوکنیه په باب معلومات راکړې نو مهرباني به مو وي  ؟


الجواب وهوالموفق للصواب،
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
 دحضرت جبریل (عليه السلام ) دنامه اوداسم کنيه دمعني تر تحقيق له مخه دده مبارک ځني مهم د عظمت  صفتونه درته ذکر کوم  :
 دجبريل عليه السلام اول دعظمت صفت دادئ  چي دَئ دالله پاک له مقربوملائکوڅخه دئ  ، دوهم صفت يې دعظمت دادئ ‎چي ده به دالله پاک اودالله پاک درسولانوپه منځ کي  درسالت وظيفه اجرا کوله  چي دالله پاک له طرفه  ورسولانوته  په وحي وروړلوباندي مقرروو ، دريم دعظمت له صفتو څخه دده دادئ چي روح الأمين دده دعظمت له لقبو څخه يولقب  دئ ، څلورم  دعظمت له صفتو څخه دده دادئ چي دخدائ پاک په نزد دده مرتبه داسي ده لکه مرتبه دپیره دار ديو باچاوباچاته ، پنځم   صفت دده دادئ چي الله پاک په يوه عليحده قسم طاقت اوقوت سره  دئ خاص  کړئ دئ ، لکه الله جل جلاله  چي دتکوير دسورت په ۲۰ آيت کي فرمايلي دي ( ذي قوة عندذي العرش مکين ) دارنګه دالنجم په ۵ او۶ آيت کښي فرمايلي دي (علمه شديدالقوی  ذومرة فاستوی ) .
 قرطبي  په خپل تفسير کي  له کلبي څخه نقل کړيدۍ  چي دجبريل عليه السلام  دشدت اودزور اودقوت يوه نمونه داوه چي دلوط عليه السلام دقوم شهرونه يې  له لاندي طبقې دمځکي څخه په خپل وزر باندي راپورته کړل اووسمان ته يې دونه ورنږدې کړل چي داسمان پرشتوددوئ دسپيو غپاوي او د چرګانو اوازونه واورېدل ـ بيايې پردې بله خوا همدغه ښارونه راوړ، ابن کثير په البداية والنهاية کی ذکر کړيدي چي دلوط عليه السلام دقوم اوه ښارونه وو له چارپايانو اوله نورو شيانو سره سره څلورلکه انسانان پکښي موجودوو .
شپږم دعظمت صفت يې داوو چي الله پاک ده ته منظرحسن ورکړئ ؤ ، لکه چي په مذکوره آ يت کي د (ذومرة ) دلفظ تفسير ابن عباس رضي الله تعالي عنه په (ذومنظرحسن ) سره کړئ دئ ، اوم صفت يې دادئ چي په ملأ  اعلی  کي   مطاع دئ  ،  یعني دلوړي کچي پرښتې دده فرمانبرداري اواطاعت کوي ، اتم دعظمت صفت يې دادئ چي سره له دې چي ټولي پرشتې اميني دي مګردَي له مابینه دپرښتوپه نامه دامین سره خاص کړسوَیدۍ لکه چي الله  پاک فرمایلي  دي  (مطاع ثم امین)په صحیح روایاتوسره ثابته ده چي جبریل شپږسوه وزرونه لري اوهروزرئې دونه دۍ چي ټوله کناره داسمان بنده وي
تفسیرابن کثیرج۴ص۲۴۸البدایه والنهایه ج۱ص۴۴فیض القدیرج۵ص۵۲۰

 دجبریل  علیه السلام نوم اولقب    : 
پوه سه ! چي د جبریل د لفظ معنی «عبدالله » دئ ، د جبريل لفظ سُریاني لغت دئ له دوو کلمو څخه جوړ دئ چی يو د «جِبر» او بل د «ایل» کلمه ده ، په سُرياني زبان کښي «جِبر» په معنی د «عبد» يعني د بنده ده ، او د «ايل» لفظ په سُریاني زبان کښي په معنی د الله دئ .
عبد بن حَميد په خپل تفسير کښي له عِکرمه څخه روایت کړئ دئ چي نوم د جبريل عَبدُالله دئ ، او نوم د میکائيل عُبَیدالله دئ . (انظر عمدة القاري ج۱ ص ۷۱) .

د عکرمه دغه کلام دوه احتماله لري : اول دا چي مراد دده دي دا وي چی جبرئيل يې لقبي نوم دئ ، اصلي نوم يې عبدُالله دئ ، او دارنګه ميکائيل دمیکائل  لقبي نوم دئ اصلي نوم يې عُبَيدُالله دئ . دوهم احتمال دادئ چي مراد دده دي له دې قول څخه چي «اسمُ جبرئيل عبدالله ، و اسمُ میکائیل عُبیدالله» دا وي چي د جبرئيل معنی عبدالله ده او د ميکائيل د لفظ معنی عُبيدالله ده  . نو پر دغه تقدير به د جِبر معنی «عَبد » سي ، او د ميکا معنی به «عُبيد» سي چي تصغیر د «عَبد» دئ او د ايل معنی به په دواړو ځايو کښي الله سي  .دا خو يو قول دئ په معنی کښي د جبرئيل  .
دوهم قول دادئ چي د جبرئيل معنی یا «عبدالرحمن» او يا «عَبدالعزيز» ده ، له حضرت ابن عباس (رضي الله عنهما) څخه همدغه ډول روايت سوئ دئ  .

علامه سُهیلي (رحمه الله) په خپل کتاب «روضُ الأنُف ج۱ ص ۱۵۵» کښي ذکر کړیدي چي د جبرئيل اسم سُرياني لفظ دئ او معنی يې عبدُالرحمن يا عبدالعزيز ده  .
 په دې بار ه کي له  حضرت ابن عباس رضي الله تعالي عنه څخه په دوو طريقوسره نقل سويدئ يومرفوعا اوبل موقوفا  خوصحيح موقوف روايت دئ .
دريم قول د جبرئيل د لفظ په معنی کښي دادئ چي اضافت په دغه لفظ کښي مقلوب دئ ، يعني کوم چي اخیر دئ هغه مضاف دئ او کوم چي اول دئ هغه مضاف اليه دئ ، لکه مثلا په پښتو کښي چي مضاف وروسته ذکر کيږي او مضاف اليه له مخه ذکر کیږي ، مثلا له دې قوله څخه چي «غلام ُزيدٍ» چي د پشتو د قانون مطابق تعبير کيږي نو په دې ډول کيږي چي د «زید غُلام»  نو د جبرئيل په لفظ کښي «جِبر» د الله نوم دئ او «ايل» په معنی د عبد دئ ، يعني د خدائ بنده     .
څلرم قول دادئ چي د «جبر» لفظ په سُرياني ژبه کښي و اصلاح کولو ته د هغه شی ويل کيږي چي فاسد سوئ وي ، نو د جبرئیل د لفظ معنی :«اصلاح د الله پاک»  څرنګه چي وحي و انبيآؤ ته راوړل د جبرئيل (علیه السلام) وظیفه وه او په وحي سره اصلاح د مَا فَسَدَ راځي نو پدې سبب و جبرئيل ته جبرئيل يعني «اصلاحُ الله»  . ویل سویدۍ
پنځم قول دادئ چي د جبرئيل لفظ د جبرئيل (عليه السلام) لقبي نوم دئ او خپل مَحضه نوم يې «عبدالجليل» دئ او اسم کُنيه يې «ابوالفتوح» دئ  ، دارنګه «روحُ الأمين ، روح ، روحُ القُدس ، ناموس أکبَر ، طاووسُ الملائکة  ، أمين الله الی رسُله » د حضرت جبرئيل (عليه السلام) له لقبي نومو څخه دي .
لکه چي ابوالشیخ له خالد بن أبي عمران څخه روایت کړئ دئ : «قال : جبريل أمين الله الی رُسُله » .
او د ملائکه و په منځ کښي د حضرت جبريل نوم «خادمُ ربه» دئ ،یعني خادم درب خپل لکه چي ابو الشیخ له عبدالعزيز بن عمير څخه روايت کړئ دئ : « قال اسمُ جبرئيل في الملائکة : خادمُ ربه »  . 

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery