مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

حضرت جبريل و نبي علیه السلام ته په کوم شکل راتلی؟

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۴۰)  .
دارالافتآء علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتي  :   عین الحق   .

عالیقدراسلامی محقق ابوالفضل صاحب !  رسول (صلی الله عليه وسلم) ته جبريل په کوم شکل کښي راتلئ  ، ايا نبي (عليه السلام) دَئ په خپل اصلي شکل کښي ليدلئ دئ او که څنګه  ؟

الجواب وهوالموفق للصواب  :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین

جبرئیل (عليه السلام) به عمومًا د یو انسان په شکل کښي ورسول (عليه السلام) ته راتلئ ، غالبا بې  د «دحيه کلبي » په صورت کښی تشريف راوړئ ، صرف دوه واره رسول (صلی الله عليه وسلم) جبرئیل (عليه السلام) په خپل شکل ليدلئ دئ ، دارنګه علماوو پدې باندي تصریح کړېده چي د جبريل (عليه السلام) په اصلي شکل ليدل ځموږ د نبي (عليه الصلاة والسلام) له خصوصياتو څخه دئ  .

(وفي الخصائص الصغری خص رسول الله (صلی الله عليه وسلم) برؤيته جبریل في صورته التي خلقه الله تعالی علیها اي لم يره أحد من الأنبيآء علی تلک الصورة الا نبينا عليه السلام  ، کذافي أنسان العيون ج۱ ص ۲۵۹ ) .

کَعبُ الأحبار (رضی الله عنه) ويلي دي چي جبرئيل (عليه السلام) له أفضل څخه د ملائکو دئ ، شپږسوه وزرونه لري او په هر وزر کښي يې بيا سل وزرونه دي  ، او له دې څخه ماسوا دوه داسي وزرونه لري چي هغه بل وخت نه غوړوي (خلاصوي) صرف په هغه وخت کښي يې غوړوي چي الله پاک وده ته د کومو قريو او ښارو د هلاکولو حُکم وکړي .
 والسلام ومن الله التوفیق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery