مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-24   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

و نبي عليه السلام ته د جبريل (ع) د نزول تعداد .

دارالافتآء ابوالفضل .

فتوی نمبر (۴۱)
دارالافتآء علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  عبدالله  .
محترم مولوي صاحب زماپوښتنه داده چي جیرئیل (عليه السلام) ونبي (صلی الله علیه وسلم) ته په موده کښي د حيات د نبي (علیه السلام) څو واره راغلئ دئ  ؟

الجواب وهوالموفق للصواب،
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین

د صحيح احاديثو له رويه صرف دونه قدر خبره په ثبوت رسيدلې ده چي حضرت جبرئیل (عليه السلام) په کثرت سره ونبي (عليه السلام) ته راتلئ  ، او تعداد او شمير د نزول او راتګ يې په هيڅ صحيح حديث کښي نه دئ راغلئ نو علم ددې خبري و الله (جل جلاله) ته مفوض دئ ، البته په ځينو کتابو کښي د تاریخ داسي راغلي دي چي جبرئیل (عليه السلام) ونبي (صلی الله عليه وسلم) ته ۲۶۰۰۰ شپږويشت زره واره راغلئ دئ ، خو دا خبره معلومه نه ده چي دغه مورخ دغه خبر له څه رويه کړېده .
د مبارک (عليه السلام) د نبوت موده ۲۳ کاله وه ، د درويشتو کالو ورځي د قمري سال په حساب سره ۹۱۶۵ ورځي کيږي نو که د جبرئيل (عليه السلام) نزول ۲۶۰۰۰ واره صحت پيدا کړي نو بايد د نبوت د مودې په هره ورځ کښي درې واره ده نزول کړئ وي ؛ ځکه چي ۲۶۰۰۰ چي پر ورځو د نبوت تقسيم کړه سي نو تقريبا وهري ورځي ته درې کرته نزول وررسيږي   .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery