Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-28 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
حدیث دیولک باباآدم صحت لري اوکه یا ؟
دارالافتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۴۵) .
دارالافتآء علامه ، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : رحيم الله رحيمي .
عاليقدر محترم مولوي صاحب ! ما یو حدیث وليدئ چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايلي دي چي الله پاک يو لک آدمه پيدا کړيدي . او ټولو انسانانو پلار آدم (عليه السلام) خو يو ؤ ، او دا حديث صحت لري که يا ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره دا حديث صحت نلري ؛ ځکه چي په هيڅ صحيح حديث سره دا خبره نه ده ثابته چي آدم يو نه دئ بلکي ډير دي ، صحيح خبره داده چي آدم يو دئ .
صوفي ابن عربي (رحمه الله) د خپل کتاب فتوحات په ۳۹۰ باب کښي ليکلي دي چي په تحقيق سره ما له بعضو خلګو سره چي ما نه پيژندل طواف وکړ پر کعبه شريفه باندي ، بيا دوۍ ماته يو شعر چي دوه بيته ؤ ووايه چي ځما يو بيت په ياد سو او دوهم مي هير سو ، هغه يو بيت دادئ :
لقد طفنا کمـــا طفتُم سِنينا=== بهذا البيتِ طُرا أجمعينا .
بيا په دغو خلګو کښي يوه ماته وويل چي ايا ته ماپيژنې ؟ ما ورته وويل چي يا ! ده راته وويل چي زه ستا له اولو نيکه ګانو څخه يم ، ما ورته وويل چي ستا د مرګ څونه موده کیږي ؟ ده راته وويل چي یو څه او څلويښت زره کاله ، ما ورته وويل چي دونه وخت خو د آدم (عليه السلام) لا نه کیږي ؟ ده وويل چي کوم آدم ښيې ؟ ايا هغه آدم چي وتاته ډیر نژدې دئ او که بل آدم ښيې ؟
ابن عربي وايي چي بیا ماته يو حديث راپه ياد سو چي دهغه الفاظ دادي :
(رُويَ عن رسول الله [صلی الله علیه وسلم] ان الله تعالی قد خلقَ مأة الف آدم ) . کذافی مقدمة بیضاوی ص۱۷۰
والسلام ومن الله التوفیق
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ