Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-29 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د غلط تعويذ په وجه له ښځي څخه د مربوط شخص علاج .
دارالافتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۴۷) .
دارالافتآء علامه ،محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : خان " احمدی "
سلامونه او نیکی هیلی
څرنګه چی ځینی ورونه د خپل واده په اوله شپه د بعضی فاسدو خلکو لخوا تړل کیږی یعنی تعویض یا جادو پری کیږی او نشی کولای چی دخپلی ښځی سره په ښه ډول جماع وکړی نو ددی د مخنیوی لپاره څه کول پکار دی
وسلام
مننه
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
پوه سه ! ودغه چا ته «مربوط عن النسآء » ويل کيږي ، ددې د علاج دپاره دي لاندي طریقه پکار ولويږي :
اول : درې درې واره دي د هرلمانځه وروسته دغه قرآنی سورتونه ووايي : سورة الکافرون ، سورة الاخلاص ، سورة الفلق ، سورة الناس . له دې ورسته به دغه دُعا درې ځله ووايي : «بسمِ اللهِ الرحمن الرحيم ، ولاحولَ ولاقووةَ الاباللهِ الْعلي العظيم ، اللهم اني أسئلکَ يا قديمُ يا دآئمُ يا فردُ يا وترُ يا أحدُ يا صمدُ يا حي يا قیومُ يا ذَالجلالِ والاکرامِ ، فانْ تولوا فقُلْ حسْبِيَ اللهُ لآ اله الا هُوَ ، علَيهِ توَکّلتُ وهوَ رَب العَرش العظيم » .
دوهم : بيا به پورتنۍ دُعا وليکي او تعويذ بې کړي ، بيا بې پر غاړه راوځړوي چي تر نامه (نو) پوري ورسيږي ، دارنګه درې واره به دا دُعا وليکي په داسي قلم سره چي رنګ يې په اوبو کښي ځي ، او بيا بې د زم زم په اوبو کښي واچوي او اوه ۷ ورځي به هر ماخستن درې غوړپه ځني کوي او يو څه به پر ځان باندي پاشي .
والسلام ومن الله التوفيق .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ