دارالافتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۴۹) .
دارالافتآء علامه ، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : محمد رحیم ، له کابل څخه
زما سلامونه ټولودبینوا کارکوونکوته
وروسته له سلامه زما پوښتنه داده یوسړی د یوچا غیبت کوی اومقابل لوری هیڅ ځواب نه ورکوی معنی داچی غیبت نه ورسره کوی او هغه سړی لګيا وی په دغه کی مقابل لوری شریک شوی دی په غیبت کی که نه که ماته موڅه معلومات راکړو نو ستاسی مهربانی به وی
کامیاب اوسۍ .
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! غيبت د اسلام له نظره ډیره شديده ګناه ده ، هر مسلمان شرعًا په دې مکلف دئ چي نه به غيبت کوي او نه به غيبت اوري ، دا مشهور عربي قول به تاسي اوريدلئ وي چي «السامع کَالقاري» يعني اوريدونکئ به مثل د ويونکي دئ ، او داشرعي خبره هم ده .
دفقهي او د حديثو په کتابو کښي دا مسئله راځي چي يو څوک چي د قرانکريم تلاوت کوي او بل څوک يې سماع (اوريدل) کوي نو د سَامع (اوریدونکي) ثواب پر تلاوت کونکي باندي ډير دئ ، له دې مسئلې څخه بالمقايسه دا مسئله فهموله کيږي چي تر غيبت ويونکي بايد د غيبت اوريدونکي عذاب ډير سي .
مکمل تفصيل پدې ډول دئ چي يو څوک د يو چا غيبت کوي او بل ورته ناست وي نو دغه ناست سړئ که په دغه غيبت کولو خوښ وي نو په دغه صورت کښي خو په اعلی درجه سره ګنهګار دئ ، او که په دغه غيبت کولو خوښ نه وي خو د غيبت په ځائ کښي وناستي ته کوم مجبوريت هم نلري نو هم ګنهګار دئ ، یو په دې وجه چي غيبت يې واوريدئ او بل پدې وجه چي أمر بالمَعروف يې پريښووئ ؛ ځکه چي وده ته ضرور ده چي غيبت کونکي ته ووايي چي غيبت پريږده ! غيبت کول ګناه ده .
او که أمرِبالمَعروف وکړي او يا د أمرِبالمَعْروف طاقت نلري ، او په همدغه ځائ کښي چي غيبت کيږي د کوم جائز مشکل په وجه وناستي ته مجبور هم وي ، نو په دغه صورت کښي بيا د غيبت اوريدونکئ ګنهګار نه دئ .
مولانا عبدالحي اللکنوي (رحمه الله تعالی) په «فتاوی اللکنوي ص ۴۶۰» کښي ذکر کړيدي چي د غيبت پريښوول تر أدا د فرضي او نفلي لمنځو أفضل او بهتر دئ .
که يو سړي ته ميلمستيا وسي او دده يقين وي چي په دغه ځائ کښي غيبت کيږي نو وده ته جائز نه ده چي دَئ ودغي ميلمستيا ته ورسي ، او کچيري يو سړئ په دې پوه نه وي چي په دغه ځائ کښي د دَعوت غيبت کيږي نو دَئ ورسي او بيا هلته غيبت شروع وي نوکچيري پر دې باندي قادر ؤ چي خلګ له غيبت څخه منع کړي نو خلګ دي له غيبت کولو څخه منع کړي ، او که يې چيري منع په طاقت کښي نه وه نو بيا کې چيري پر دې باندي قدرت درلودئ چي له دغه مجلس څخه ولاړ سي نو بایدولاړسي ، او کې تګ هم په قدرت کښي نه ؤ نو بيا دي کښيني خو د غيبت کونکو و غيبت ته دي التفات نکوي اوپه زړه اوپه څهره کي دي ناخوښي څرګنده وي.
دتنبيه الغافلين په ۵۴ صفحه کښي فقيه أبوالليث سمرقندي (رحمه الله) ذکر کړيدي چي يوه پرهيزګاره سړي د خپلي ښځي دپاره پومبه رانيوله ، ښځي يې وويل چي د پومبه وو خرڅونکي بد خلګ دي او په دغه پومبه کښي يې له تا سره خيانت کړئ دئ ، نو دغه زاهد او پرهيزګاره سړي خپله دغه ښځه طلاقه کړه ، خلګو ورته وويل چي خپلي ښځي ته دي طلاق ولي ورکړ ؟ ده په جواب کښي ورته وويل چي دغي ښځي د پومبه وو د خرڅونکو غيبت وکړ ، نو زه له دې څخه ويريدمه چي د قيامت په ورځ به د پومبه وو خرڅونکي پر دغه ښځه باندي د غيبت دعوه راسربيره کړي نو به دا په حشرګاه کښي ويل کیږي چي د فلاني ښځه پومبه خرڅونکو راګرځولې ده خپل حق ورڅخه غواړي .
همدارنګه لکنوي د مذکوري فتاوی په (۴۱۱) صفحه کښي ذکر کړيدي چي هر انسان لره پکار ده چي دداسي چا ملګيري او انډيوالي ونکړي چي هغه غيبت کونکئ وي ، او غيبت «أکبر الذنوب » دئ يعني ډیره لويه د ګناوو ده .
دفتاوی لکنوي عربي عبارات دادي:
الاستفسار : ترک الغيبة أفضل من آداء الصلوات ، أم الامر بالعکس ؟
الاستبشار : ترک الغيبة أفضل من ادآء الفروض والنوافل ، فان فيها حقين : حق الله تعالی وحق العبد ، وتر الصلوات فيها حق الله فقط .
ففعل الغيبة أشد من ترک الفروض ، وترکها أفضل من فعلها ، قال الامام الغزالي في «احيآء العلوم» : کان الصحابة یتلاقون بالبشر ، ولايغتابون عند الغيبة ، ويرون ذلک أفضل الاعمال . وقال وهيب المکي : لأن أدع الغيبة أحب الي من الدنيا وما فيها .
الاستفسار : الضيافة التي تکون هناک ضيافة الغيبة ايضا ما حکم اجابتها ؟
الاستبشار : اذ تيقن وجود الغيبة في موضع الدعوة لاتجوز له الاجابة کذا في ردالمحتار عن الخانية ، فان لم يعلم فحضر فوجد بساط الغيبة مبسوطا ، فان قدر علی المنع منع ، والا فان قدر علی القيام قام وترک ذلک المجلس ، والا قعد مع غير التفات اليه .
(فتاوی اللکنوي ص ۴۶۰/ فتاوی قاضي خان ج ۳ ص ۴۰۶ / ردالمحتار طبع دار احيآء التراث ج۵ ص ۲۲۱ ، ۲۲۲ ) .
والسلام ومن الله التوفیق