مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-29   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د ماخستن په وترو کښي د دعآء قنوت يابلي دعا ويل.

فتوی نمبر (۵۰) .

دارالافتآء ، محقق علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي   :    شــفیع الله : خاکسار


دبینوا ټولو کار کونکو ته  سلامو نه او نیکي هیلي ...زما پوښتنه داده چي که څوک دماسخوتن دلمانځه په وِترو کي «الهُمه ربنا»(۳)دري واري وه وایي ایا دالمونځ صحیح دي او کنه ؟او که به خامخا «الهُمه اِني »وایي ؟
له تاسو نه ډیره مننه وسلام


الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
د وترو په دریم رکعت کښي له سورت څخه وروسته د دُعا ويل واجب دئ ، کچيري يو څوک يوه دُعا هم ونه وايي نو د لمانځه راګرځول باندي واجب دي .
کچيري يو څوک د دُعآء قنوت په ځائ کښي «اللهم ربنا» يا يوه بله دُعا ووايي نو لمونځ يې صحيح دئ خو دغه څوک تارِک (پريښوونکئ) د سنتو بلل کيږي ؛ ځکه چي په وترو کښي د «اللهم انا نستعينک الخ) ويل مسنون کار دئ او مسنونه دُعا نه يادول ، يا د يادولو باوجود قصدًا پريښوول ګناه ده .
البته که يو څوک دعاء قنوت نسي ويلاۍ نو بيا دي «ربنا آتنا في الدنيا حسنة الاية» يا «اللهم اغفرلي » درې واره ، يا «يارب» درې واره وايي .
والله تعالی أعلم .
(رد المحتار ج۱ ص ۴۳۷ /  ص ۶۲۴ )  .
والسلام ومن الله التوفیق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery