مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-30   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د ښځي په استعمالي زيوراتو کښي زکات سته .

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۵۱) .

دارالافتآء ، محقق علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
 
 
مستفتي   :   ابدالي خان   . 


د بينوا وېب پاڼې ټولو کارکوونکو ته سلامونه او نېکې هيلي وړاندي کوم ، پدې هيله چې همدې لړۍ ته همداسې ادامه ورکړي.
زما پوښتنه داده چې که يوه ښځه په زياته اندازه سره زر(طلا) ولري چې له نصاب زياته وي خو تل يې استعمالوي ايا پدې باندې زکات شته او يانه؟ ما له يو چا سره پرې بحث وکړ ويل يې چې پدې کې زکات نشته.


الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره ! ځموږ د امام أعظم أبوحنيفة (رحمه الله تعالی) د مذهب مطابق په زيوراتو کښي که په هر شکل کښي وي او د نصاب مطابق وي او کال پر تير سي ( که د ښځو وي که د نارينه و ، که په استعمال کښي وي که نه وي )  نو د هغه زکات ادا کول لازم او فرض دئ   .

(هداية ج ۱ ص ۷۷ / فتاوی دارالعلوم ج۱ ص  ۱۱۷ بحوالهء ردالمحتار ج۲ ص ۴۲ / کتاب الفقه ج ۱ ص ۹۷۸ )  . 

والسلام ومن الله التوفیق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery