دارالافتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۵۷) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : مولوي عبدالله له کويت څخه .
دبينوا د پرمختللي پاڼي د مشرتابه او علامه مولانا أبوالفضل صاحب (أفاض الله علينا من برکاته) دروغ صحت او دښه ژوند دعاګوۍ مولوي عبدالله .
د قدر وړ محترم مولانا أبوالفضل صاحب ! ځما ستاسو له محترم حضور څخه دا پوښتنه ده چي ايا دا کيداۍ سي چي يو ولي او د الله تعالی نيک او صالح بنده د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره په بيداري کښي وويني ، خبري ورسره وکړي او معلوماتونه ورڅخه وکړي ، دارنګه د يوه حديث په اړه دا پوښتنه ورڅخه وکړي چي دغه حديث صحيح يا غیرصحیح دئ ؟
ستاسو ددې ستر خدمت د هميشتوب په هيله .
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! دادي ډيره غټه پوښتنه کړېده ، خو ستا د پوښتني تر جواب له مخه د مقدمې په ډول يوې خبري ته متوجه سۍ !
هغه خبره داده چي د «أهــــــــــل السنة والجـــــــماعة» کوم چي د څلورو مذهبو تابعداران دي دا عقيده ده
چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) او دارنګه نور ټول أنبيآء په خپلو قبرو کښي ژوندي دي ، لکه چي شيخ أنورشاه کشميري (رحمه الله) په «فيض الباري ج۱ ص ۱۸۳» کښي ذکر کړيدي .
دغه مسئله او دارنګه هغه مسئله چي تايې پوښتنه کړېده ، دارنګه نور ډير مسآئل سته چي بې مذهبه خلګ ورڅخه په ډیر شدت سره انکار کوي .
زه چي ستاسو د پوښتنو جوابونه درکوم نو هغه د أمتِ مُسلمَه د څلورو مذهبو په داخل کښي (کوم چي أهل السنة والجماعة هم تنها يواځي دوۍ دئ ) درکوم ، دا څلور سره امامان هغه دي چي په کامله ايمانداري سره ئې د قرآنکريم اياتونه او د نبي (عليه الصلاة والسلام) أحاديث چڼلي دي ، او عَدالت او متبوعیت يې په قرآن او حديث سره ثابت دئ ، نو که له يوه طرفه ځما فتوا او بيان د هغو خلګو دپاره کوم چي پر سمه او أصلي لار د اسلام باندي روان دي (چي هغه عبارت دي له تابعدارانو څخه د څلورو مذهبو ) د هدايت ، استقامت او د سمي لاري د معرفت او پيژندني سبب ګرځي ، خو له بلي لاري د بې مذهبه ، منحرفو انسانانو دپاره د عداوت ، بُغض او د ضلالت سبب ګرځي .
خو له دا ډول خلګو څخه زه ګيله نکوم ؛ ځکه چي مخالف او دُښمن خو به حَتمًا هغه کار کوي کوم چي دده دُښمني او له حق څخه دده انحراف يې تقاضا کوي ، له هغو خلګو څخه باید ګيله وکړم چي دغه ډول د لستوڼي ماران په لستوڼي کښي ځموږ وکور او کلي ته راولي او حِمايه کوي يې . من ازبیګانه ګان هرګزننالم،که باماهرچه کردآن آشناکرد،
موجوده دَور بيا د پراخ بنسټۍ دَور دئ ، چي هر چاته دا مَوقع ورکړه سوېده چي هر څه چي وايي نو هغه ويلاۍ سي .
زه د هري پوښتني جواب لکه چي تاسي ته معلومه ده او وینۍ يې په حواله دداسي کتابو درکوم چي په جهانِ اسلام کښي مُعتمَد او مَقبول کتابونه دي ، او مُصَنفين يې د اسلامي أمت ستَر امامان تير سويدي ، نو بيا چي ځما بيان يو ناتراشه انسان و يو پراخ بنسټه ځائ ته نقل کوي او بيا د ضلالت او غباوت په سبب مُخالف څه باندي وايي نو دا په حقيقت کښي پر ما باندي نه وايي بلکي پر هغو امامانو او د هغوۍ پر کتابو باندي يې وايي کوم چي ما د مسئلې په اړه وتاسي ته ذکر کړيوي .
نو په تاسي کي خو بايديو سنج ، فکر او سوچ موجود وي چي دا ډول خبره چي داسي يو ناأهله يې کوي دا خو په حقيقت کښي د «أبوالـــــــــــفضــــــــــــل» پر خلاف باندي نه ده بلکي داخود اسلام او د اسلامي أمت د امامانو پر خلاف باندي خبره ده .
اوس ستا د پوښتني وجواب ته راځم :
محترمه ! دا کيدلاۍ سي چي د الله پاک يو وَلي له نبي (صلی الله عليه وسلم) سره ملاقات وکړي ، وې ويني ، خبري ورسره وکړي او د أحاديثو په باب معلوماتونه ورڅخه حاصل کړي ، همدا سبب دئ چي اوليآءِ کرامو په اتفاق سره يو حديث ، حديث بللئ وي نو زه وهر عالم ته (کوم چي د مستقيمي لاري عالم وي) دا وايم چي دغه ډول حديث که څه هم علماوو د حديثو څه ګفتګوۍ پکښي کړئ وي بايد حديث وبلل سي .
د أمت مُسلِمه د أحادیثو مُعتمدو امامانو په دې باره کښي په دغه حديث د بخاري شريفي دليل نيولئ دئ چي «مَن رآني في المنام فسيراني فی اليقظة » يعني هر چا چي وليدم زه په خوب کښي نو ژرده چي وبه ويني ما په بيداري کښي هم .
ابن حجر هيتمي په «الفتاوی الحديثية ص ۳۹۲» کښي د مذکوري موضوع او حديث په تشريح کښي داسي ذکر کړيدي :
(وسُئلَ نفع الله به : هل تمکن رؤية النبي (صلی الله عليه وسلم) في اليقظة ؟
فأجابَ بقوله : أنکر ذلک جماعة وجوزه آخرون وهو الحق فقد أخبر بذلک من لا يتهم من الصالحين بل استدل بحديث البخاري «من رآني في المنام فسيراني في اليقظة» أي بعيني رأسه ، وقيل بعين قلبه ، واحتمال ارادة القيامة بعيد من لفظ اليقظة ، علی أنه لا فائدة في التقييد حينئذ لأن أمته کلهم يرونه يوم القيامة من رآه في المنام ومن لم يره في المنام .
وفي شرح ابن أبي جمرة للأحاديث التي انتقاها من البخاري ترجيح بقآء الحديث علی عمومه في حياته و مماته لمن له أهلية الاتباع للسنة ولغيره . قال : ومن يدعي الخصوص منه (صلی الله عليه وسلم) فقد تعسفَ .
امام عبدالوهاب شعراني ، مصري حنفي (رحمه الله تعالی ) کوم چي په کال (۹۷۳هــ) کښي يې له دُنيا څخه رحلت کړئ دئ په خپل کتاب «اليواقیت والجواهر ج ۱ ص ۲۳۸» کښي ذکر کړيدي چي که يو څوک (يعني داسي څوک چي صلاح او تقوی او ولايت يې ثابت وي) دا ووايي چي ما اوس نبي (عليه الصلاة والسلام) په بيداري کښي وليدئ نو بايد ددغه سړي تصديق وکړ سي چي رشتيا دي ليدلئ دئ .
دارنګه يې فرمايلي دي چي شيخ صالح عطيه أبناسي ،او شيخ صالح قاسم مغربي او قاضي زکريا شافعي ماته خبر راکړ چي دوۍ له امام شيخ جلال الدين سيوطي څخه واوريدل چي ده ویل چي ما رسول الله (صلی الله علیه وسلم) يو څه بالا اويا ۷۰ واري په بيداري او ويښه کښي وليدئ ، او په يوه وار کښي له دغو وارو څخه مي ورته وويل چي اې د خدائ رسوله ! ايا زه له خاوندانو د جنت څخه يم ؟ ده مبارک راته وويل چي هو !
بيا ما ورته وويل چي بې له عذابه به وجنت ته ورځم ؟ ده په جواب کښي راته وويل (يعني چي هو ! ) .
دارنګه امام شعراني د مذکور جلد په (۲۳۹) مخ کښي داسي ذکر کړيدي :
قال الشيخ قاسم المذکور : «وأکثر ماتقعُ رؤية النبي (صلی الله عليه وسلم) يقظةً بالقلب ثم تترقی الی رؤية البصر . قال :« وليست رؤية النبي (صلی الله عليه وسلم) کرؤية الناس بعضهم بعضا و انما هيَ جَمعية خيالية وحالة برزخية ، وأمرٌ وجداني لا يدرک حقيقته الا من باشره اهــ » .
دارنګه امام سيوطي (رحمه الله) په خپل کتاب «الحاوي للفتاوی ج ۲ » کښي له (۲۵۵ ) مخ څخه مستقله رساله «د تنوير الحلک في امکان رؤية النبي والملک» جوړه کړېده چي په هغه کښي يې ددې خبري په کامله توګه اثبات کړئ دئ چي په دنيا کښي د نبي (عليه السلام) او د پرشتې ليدل هم ممکن دي او هم يې وقوع پيدا کړېده .
داسلامي امت یوه بل مقبول امام ابن حجرهیتمي دمذکوري موضوع په اړه دالفتاوي الحدیثیة په ۳۹۱مخ کي داسي ویلي دي :
وسئل نفع الله بعلومه ورضي عنه : هل يمکن الآن الاجتماع بالنبي صلي الله تعالي عليه وسلم في اليقظة والتلقي منه ؟
فأجاب بقوله : نعم يمکن ذالک ، فقدصرح بان ذالک من کرامات الاولياء الغزالي والبارزي والتاج السبکي والعفيف اليافعي من الشافعية ، والقرطبي وابن ابي جمرة من المالکية ، وقدحکي عن بعض الاولياءانه حضر مجلس فقيه فروي ذالک الفقيه حديثا ، فقال له الولي : هذالحديث باطل ، قال ومن اين لک هذا ؟ قال : هذا النبي صلي الله تعالي عليه وسلم واقف علی رأسک يقول : اني لم أقل هذالحديث وکشف للفقيه فرآه ـ
دارنګه امام مناوي (رحمه الله) په «فیض القدیر ج ۴ ص ۳۷۰ » کښي ذکرکړي دي چي عارفان بنده ګان اوس هم په عالم حِس کښي نبي علیه الصلوة والسلام ویني .
محترمو دا فتوی ددغواشخاصو له کتابوڅخه مادرکړه :
(۱) : ابن حجرهیتمي .
( ۲) : دجلالین مصنف امام سیوطي .
( ۳) : امام شعراني .
(۴ ) : امام غزالي .
(۵ ) : امام بارزي .
(۶) : تاج سبکي .
(۷) : ابن ابی جمره .
(۸) : مناوي مصنف دفیض القدیرشرح جامع الصغیر وغیرهم .
اوس نوتاسي په تاریخ کي ددوۍ عظمت وګورۍ چي په حدیثوکي ترکومه حده امامان وو اوپه تفسیر او نوروعلوموکي ترکومي اندازې ؟ .
والسلام ومن الله التوفیق