دارالافتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۶۲) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : Naqibullah
د امريکا له نيوجرسي ايالت څخه .
محترم مولانا أبوالفضل صاحب ! سلامونه او پیرزویني .
زه د امریکا په نیو جرسي ایالت کی اوسیږم اوله پوښتنه می پدې ډول ده :
۱ – دلته په امریکا کی د ضرورت ځای (کموډ) د غسل ځای او د اوداسه ځای په یوه تشناب کی قرار لري ، کله چي مونږ اودس تازه کوو آيا دلته د اوداسه سورتونه لکه بسم الله، کلمه، تشهد، او د کوثر سورت ووایو او که څنګه ؟ یوه عالم زه دداسی کولو څخه منع کړم او ویل يې چي هیڅ شي به نه وايي خو بل بیا راته وویل چي نه په زړه کي بي وایی .
پدغه باب ستاسو محترم نظر غواړم .
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
ګرانه او محترمه وروره ! له امام مالک (رحمه الله) څخه ماسوا ځموږ د امام أعظم أبوحنيفة (رحمه الله تعالی) او د نورو علماوو او امامانو مسلک دادئ چي که وبيتُ الخلآء ته چي يو انسان ور داخليږي نو پدغه وخت کښي د ذکر طريقه داده چي له مخه تر دې چي و بيتُ الخَلا ته ورننوزي نو دا ډول به وايي :
بسمِ اللهِ أعوذُ باللهِ منَ الـْخُبُثِ والخَبائِثِ .
او کچيري وبيتُ الخلاء ته ورداخل سو نو بيا په خوله سره دغه دُعا ويل يا بل قسم ذکر د الله پاک کول مکروه دئ ، بلکي پدغه وخت کښي به بيا په زړه کښي دغه مذکوري کلمې وايي ؛ ځکه چي په خوله د الله پاک نوم يادول په مردار يا ناپاکه او بدبويه ځائ کښي بې ادبي ده له نوم د خدائ سره ، او د الله پاک د نامه تعظيم فرضِ عَين دئ .
کومه غسلخانه یاداوداسه ځای چي له بيتُ الخلاء سره يوځائ وي ، يا يو ځائ نه وي خو چټل او ناپاک وي نو دا غسلخانه اوداوداسه ځای حُکم د بيتُ الخلاء لري ، ودغه ډول غسلخانې ته که د اوداسه يا غسل دپاره څوک ورننوزي نو «بسمِ الله ...» به له مخه تر ننوتلو وايي .
خو کچيري غسلخانه يا د اوداسه ځائ صفا او له بدبويي څخه خالي وي ، او بيتُ الخلاء نه وي ورسره نو بيا د کشفُ العورة له وخت څخه ماسوا هره دُعا او ذکر په داسي ځائ کښي ويلاۍ سي .
دارنګه په هر ناپاکه او بدبويه ځائ کښي په خوله سره د الله پاک ذکر شرعًا مَمنوع دئ ، البته په زړه سره په داسي ځایو کښي د الله پاک ذکر کول د ثواب کار دئ او بايد وکړ سي .
د امام مالک (رحمه الله) مذهب دادئ چي که و بيتُ الخلاء ته تر داخليدو له مخه مذکور ذکر څوک نه ووايي نو وبيتُ الخلاء ته چي داخل سي نو هم بيا دا ذکر تر هغه پوري ويلاۍ سي تر څو چي عورَت يې نه وي لوڅ کړئ . د امام مالک يو دلیل هغه حديث دئ چي بُخاري يې له أنس بن مالک څخه روايت کړئ دئ چي : «کانَ النبي (صلی الله عليه وسلم) اذا دخلَ الخلاءَ قال : اللهم اني أعوذبک مِنَ الخبُث والخبائث » .
يعني وو نبي (عليه السلام) هغه وخت چي داخل به سو و بيتُ الخلاء ته نو ويل بې :«اللهم اني ...» يعني اې خدايه ! بېشکه زه پناه غواړم زه په تا له نرانو د شيطانانو او له ښځو د شيطانانو څخه .
امام مالک وايي چي په دغه حديث کښي داسي راغلي دي چي نبي عليه السلام به و بيتُ الخلاء ته داخل سو نو بيا بې دغه مذکور ذکر وايه .
ځموږ امام أعظم او نور امامان ددغه حديث جواب په دې ډول ورکوي چي د «اذا دخَلَ» لفظ دلته په معنی د «اذا ارد أن يَدخُلَ» دئ ؛ ځکه چي په ځينو روايتو کښي داسي راغلي دي : «فاذا اراد أحدکمُ الخلاء فليقل : اللهم اني أعوذبکَ ...» . يعني کله چي اراده وکړي يو له تاسي ددې چي داخل سي و بيتُ الخلاء ته نو ودي وايي اللهــــم .الخ ..
لکه چي بُخاري په «ادب المفرد کښي ددې روايت ذکر کړئ دئ ، او دارنګه يې په صحيح البُخاري ج۱ ص ۲۶ کښي تعلیقًا ذکر کړئ دئ .
امام مالک (رحمه الله) په هغه حديث سره هم دليل نيسي کوم چي مشهور او د أحاديثو به معتبرو کتابو کښي مذکور دئ چي په هغه کښي داسي توري راغلي دي چي « کانَ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) يذکر اللهَ علی کُل أحیانِه» يعني وو نبي (عليه السلام) چي ذکر بې کوئ د الله پاک په ټولو أوقاتو کښي دده (نو په ټولو أوقاتو کښي خو هغه وخت هم داخل دئ چي دَئ به و بيتُ الخلاء ته ورداخل سو) .
دامام مالک ددغه استدلال په دوه ډوله جواب ورکړ سوئ دئ : اول دا چي که دغه حديث پر خپل عموم باندي پاته سي نو خو پر امام مالک صاحب باندي هم رَد ګرځي ؛ ځکه چي دعورَت له لوڅولو څخه وروسته امام مالک هم د مذکوري دُعا ويل ممنوع بولي ، نو په ټولو وختو کښي خو د «کشفُ العَورة» وخت هم داخل دئ .
دوهم دا چي له «کل أحيان» څخه مراد «کل أحيان» دذکر دده مبارک مراد دي ، يعني په هغو وختونو کښي چي هغه دده مبارک د ذکر وختونه وو نو په هغو ټولو کښي بې د الله باک ذکر کوئ يعني دوام يې باندي کوئ ، لکه مثلًا د بيديدلو ، له خوب څخه د راپورته کيدلو ، و تهجد ته دراپورته کيدلو پر مهال ، يا وبيتُ الخلاء ته د داخليدو او راوتلو پر مهال .
البته که سړئ په دښت او صحرا کښي و قضاء حاجت ته تيريدئ نو تر هغه پوري دَئ مذکوره دُعا ويلاۍ سي چي عَورَت يې نه وي لوڅ کړئ .
د پوښتني پخوړ او خلاصه :
په هغه ډول ځائ کښي کوم چي په پوښتنه کښي ذکر سوئ دئ د اوداسه او د غسل دُعاوي ، دارنګه و بيتُ الخلاء ته د داخليدو دُعا بايد له مخه تر داخليدو وداسي ځائ ته وويلې سي ، او که يې له مخه نه وويلې نو وروسته له داخليدو څخه بې په زړه کښي وايي ، او په خوله بې نه وايي .
کومي دُعاوي چي د اوداسه د هر اندام د پرېمنځلو په وخت کښي ويلي کيږي نو په دغسي ځائ کښي چي څوک اودس تازه کوي نو بايد هغه دُعاګاني هم په زړه کښي وايي او په خوله ويل يې روا نه دي .
(عيني ج۲ ص ۴۱۲ ط مکتبه رشيديه / مَعارف السنن ج ۱ ص ۷۷ / فتح الباري ج ۱ ص ۲۴۲ ط مکتبه تجاريه / أحسنُ الفتاوی ج ۲ ص ۳۷ / قطبُ الارشاد ص ۵۶ ) .
والسلام ومن الله التوفیق