مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-09   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د ژوندو له أعمالو څخه مرده ګان خبريږي .

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۶۹) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 
مستفتي محمدمعین  اخونذاده لوګر  .

 

وعاليقدر محترم علامه أبوالفضل  صاحب ته سلامونه وړاندي کوم .
زه داپوښتنه لرم چي دبندګانوعملونه والله پاک ته  په کومه کومه ورځ وړاندي کېږي  اودارنګه  ورسول علیه الصلوة والسلام ته دامت عملونه په هره هفته کي په کومه ورځ عرضیږي  اوایادسړي چي پلاراومورمړه وي نودوي دخپل ژوندي اولادپه ښواوبدوعملوخبرېږي اوکه یا که خبرېږي نوبیاپه  هفته کي په یوه معلومه ورځ کي ودوي ته دغه معلومات کېږي اوکه څنګه ؟


 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
د انسانانو عملونه و الله (جل جلاله)  د دوشنبې او پنجشنبې په ورځ وړاندي کيږي   ، و الله پاک ته د أعمالو د عرض او پيشيدو مطلب دادئ چي هغه  ملائکه چي مؤکلين دي د انسانانو پر عملو باندي هغه په خپل وار سره دا عملونه ليکي ،يعني يوه ډله د ملائکو له انسانانو سره له دوشنبې څخه بيا تر پنجشنبې پوري پاته کيږي او بيا پورته کيږي ، او بله ډله بيا له پنجشنبې څخه تر دوشنبې پوري له انسانانو سره وي او بيا ځي ، او کله چي يو فريق د ملائکو و اسمان ته پورته سي نو کوم څه چي يې ليکلي وي  دهغه  په اسمان کښي په خپل مَوقف او ځائ کښي چي دوۍ يې په اسمان کښي لري  قرائت کوي او وايي يې ، نو دغه عرض بلل کيږي  که څه هم الله پاک په خپلو بندګانو  تر هر چا ښه عالم دئ  ، خو په دې کي الله پاک خپل پټ حکمتونه لري  .
 او رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته د خپل أمت عملونه د جمعې په ورځ وړاندي کيږي  . ،او دارنګه و هر نبي ته د هغه د أمت أعمال په همدغه مبارکه ورځ عرضېدل .

دارنګه د ژوندو انسانانو د ښو او بدو عملو خبر ددوۍ و مندو او پلرو ، بلکي وټولو مړو قریبانو ته رسوله کيږي  ، نو کله چي و مرده ګانو ته ددوۍ د اولادو او ياد نورو قريبانو د نيکو عملو خبر ورسیږي نو په دې سره دوۍ فخر کوي او خوشحاله کيږي ، او په نورو مرده ګانو کښي سرلوړي ګرځي ، او کله چي ودوۍ ته د خپلو ژونديو د بدو عملو خبر ورسيږي نو په دې سره دوۍ ناراضه کيږي او د نورو مړو په حضور کښي خجله کيږي .
پوه سه ! چي  و مرده ګانو ته هم  د ژوندو د أعمالو خبره د جمعې په ورځ رسيږي  .

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي : «تُعرَض الاعمال علی الله تعالی یومَ الاثنين و الخميس ، فيغفر الله الا ما کان من مُتشاحنين أو قاطع رِحَمٍ » .  (طبراني عن أسامة بن زيد) .
دارنګه په يو بل حديث کښي راغلي دي  :« تعرضُ الأعمال يومَ الأثنين والخميس علی الله ، وتُعرض علی الأنبيآء و علی الابآء والأمهات يوم الجمعة فيفرحون بحسناتهم و تزداد وجوههم بياضا و اشراقا ، فاتقوا الله ولا تؤذوا موتاکم  »   (رواه الترمذي عن والدعبدالعزير [رح]) . 
يعني د هر أمت عملونه د هغوۍ و أنبياوو ته عرضيږي ، دارنګه د هر مسلمان عملونه د هغه و مور او پلار ته  د جُمعې په ورځ وړاندي کيږي ، بيا مندي او پلرونه ددوۍ په نيکو او ښو عملو سره خوشحاله کيږي او مخونه يې سپين ، روښانه او ځلانده وګرځي ، نو وبيريږۍ له الله څخه او خپلو مرده ګانو ته تکليف او ضرر مه رسوۍ ( يعني په خپلو بدو عملو سره ودوۍ ته تکليف مه رسوۍ ؛ ځکه دوۍ د خپلو اولادو د بدو او ناروا أعمالو په سبب ناراضه او خفه ګرځي او ددې په وجه ودوۍ ته تکليف رسيږي اودنورومرده ګانوپه مخ کي دخپلوژوندوپه بدوعملوسره سرکښته اوخجل ګرځي .

پوه سه ! چي علامه مَناوي (رحمه الله) په «فيض القدير ج۳ ص ۳۳۰» کښي ددغه حديث په تفصيل کښي ذکر کړيدي چي ښايي چي سِر او حکمت دي د الله پاک په عرض کښي د عملو د ژونديو و مرده ګانو ته دا وي چي کله چي و ژونديو ته ددوۍ الله پاک ددوۍ د أعمالو په وجه سزا او عذاب ورکوي ، يعني په دغه سزا او عذاب خو هم مرده ګان خبريږي ، نو به دا د الله پاک له طرفه يو قسم عُذر وي و مړو ته ددې چي دا عذاب ما ودوۍ ته په دې وجه ورکړ چي دوۍ فلان او فلان قسم ناروا عملونه کول  . 

والسلام ومن الله التوفیق .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery