دارالافتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۷۱) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : ضیأ الحق وردگ .
زماپوښتنه داده چي وکافرته سلام وراچول اویادکافردسلام جواب ورکول شرعاًڅه حکم لري دارنګه که یوځای کافران اومسلمانان یوځای سره ناست وي نویومسلمان سړَیْ ودغه مجلس ته راسي نوسلام به وراچوي وي اوکه یا ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
د اسلام په مقدس دين کښي و کافر ته مطلقا سلام اچول منع دي ، که هغه کافر نصراني وي او که يهودي ، که أهل ذمه وي او که حربي .
او کچيري ابتدا په سلام سره د کافر له طرفه وسي نو مُسلمان به په جواب کښي فقط «وَعَليکَ» وايي .
او کچيري يو مسلمان و يو کافر ته خط ورليږي نو بيا به سلام په دغه الفاظو سره په خطه کښي ليکي چي : «السلامُ علی منِ اتبَعَ الهُدی» .
او کچيري په يو مجلس کښي مسلمانان او کافران ګډ سره ناست وي نو بيا و دغه مجلس ته سلام وراچوي ، خو په نيت کښي بې مسلمانان وي .
او کچيري د يو مسلمان تر يو کافر پوري يو ضروري حاجت اړه ولري او دَئ په دې پوهيږي چي په سلام اچولو سره دغه کافر ځما د حاجت او ضرورت په باره کښي مُتوجه کيږي ، او که سلام وروانه چوم نو بيا په نفرت کښي واقع کيږي ، نو بيا د دغه ضرورت په وجه سلام وراچول نه د تعظيم په وجه پروا نلري .
رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په يوه مبارک حدیث کښي (کوم چي بُخاري يې روايت کړئ دئ ) فرمايلي دي چي تاسي و يهودو او نصاراو ته ابتدا په سلام مکوۍ ، او کچيري تاسي له يوه ددوۍ سره په لار کښي مخامخ سۍ نو يې د لاري و هغه تنګ ځائ ته مجبوره کوۍ .
کوم آيت کريمه چي د سلام په باره کښي راغلئ دئ چي «واذاحُييتم بتحية الخ» او يا دارنګه ځيني حديثونه راغلي دي چي په ظاهره دا ورڅخه فهميږي چي و کافر ته هم بايد سلام ورواچول سي او د سلام جواب ورکړ سي ځکه چي الفاظ ئې دمعني په اعتبارپه اصل کي عام دي، او ځيني علمآء په ظاهر ددغه آيت او د حديث قول کوي ، خو صحيح خبره داده چي مذکوره آيت او أحاديث تر مسلمانانو پوري خاص دي له عُموم څخه يې کافران د نورو دلائلو له مخي خاص کړه سويدي ، دارنګه فاسق او مُبتدع هم ورڅخه خاص کړسوئ دئ ، چي ودوۍ ته هم بايد سلام وروانه چول سي .
او ځينو علماوو ويلي دي چي په ابتداء د اسلام کښي سلام اچول و کافر ته هم روا ؤ ، لپاره ددې چي ددوۍ په زړو کښي الفت له اسلام او مسلمانانو سره پیدا سي ، خو بيا له دې څخه منع راغله .
دلته يوه ضروري خبر چي مسلمانان بيخي ورڅخه غافل دي داده چي که يو چا و کافر ته د تَبجيل او تعظيم په نيت سلام ورواچوئ ، يا په بل عبارت په هغه نيت يې سلام ورواچوئ په کوم نيت چي سلام ومسلمان ته وراچول کيږي ، نو دغه سړئ کافر ګرځي ؛ ځکه د کافر تعظيم که چا وکړ نو دغه تعظيم کفر بلل کيږي ، حتی که يو چا و کافرته د تعظيم په ډول دا وويل چي : اې استاذه ! نو دغه سړئ کافر سو ، پدې باره کښي بايد مسلمانان له ډير سخت احتياط څخه کار واخلي ، پدې موجوده زمانه کښي چي کافر او مسلمان هر ځائ په يوه کاسه سره ناست وي او مُحبت د مال او منصب د مسلمانانو په زړو کښي په اخيره درجه ځائ نيولئ دئ ، او دغه دواړه شيان نن صبا مسلمانان د کافرانو په قبضه کښي بولي ، نو که مسلمان د استفادې دپاره ظاهره هر قسم مدارات له کافر سره کوي ، نو په زړه کښي بايد د کافر له تعظيم څخه ځان وساتي ، او زړه خو پټ شئ هم دئ کافر دده په زړه خبريږي هم نه چي ته ځما تعظيم په زړه کښي لرې او که نه .
خو ځيني مسلمانان ناحقه په دغه الهي غضب کښي ځانونه اچوي چي د کافرانو تعظيم له ظاهر څخه و باطن ته هم نقل کوي ، اول خو مسلمان ته داسي غيرت پکار دئ چي پر الله باندي توکل وکړي او عزت او دولت له الله (جل جلاله) څخه وغواړي ، او د کافرانو له ظاهري مدارات څخه هم خپل ځان وژغوري .
پدې اړه «ردالمحتار ودرالمختار علی حاشية ردالمحتار ج ۵ کتاب الکراهية ص ۲۷۳ / اوجز المسالک شرح موطأ امام مالک ج ۱۵ ص ۱۰۷ / و المنتقی شرح موطأ للباجي ج۹ ص ۴۲۳ والاستذکار شرح موطأ لأبن عبدالبر ج۸ ص ۴۶۶» وګورۍ . اودارنګه دغه لاندي نبوي حدیثونه هم وګورۍ .
دارنګه دموضوع په اړه لاندي حديثونه وګورۍ :
عن أبي هُريرة (رضي الله عنه) أن رسول الله (صلی الله عليه وسلم) قال : «لاتبدءوا اليهودَ ولاالنصاری بالسلام ، فاذا لقيتم أحدهم في طريق فاضطروه الی أضيقه » رواه مسلم .
وعن أنس (رضي الله عنه) قال : قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) اذا سلم عليکم أهلُ الکتاب فقولوا : وعليکم » متفق عليه .
و عن أسامة (رضي الله عنه) أن النبي (صلی الله عليه وسلم) مَر علی مَجلس فيه أخلاط من المسلمين والمشرکين عبدة الأوثان ، واليهود فسلم عليهم النبي (صلی الله عليه وسلم) [متفق عليه] .
والسلام ومن الله التوفیق