Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-10 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
له انسي اوجني شيطانانوڅخه دحفاظت دعا:
دارالافتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۷۲) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عبدالاحد .
ځائ : أفغانستان ــ لشکرګاه ، مارجه .
عالیقدر ، دافغاني اولس دفخراوسرلوړۍ لوړ رتبه عالم ابوالفضل صاحب او دبېنواټولوکارکنانوته سلامونه وایم ، دعلامه صاحب اوستاسي دښمنان دي الله مغلوب اوذلیل ولري .
محترم مولاناصاحب ! لکه څرنګه چي وتاسي ته معلومه ده چي موجوده زمانه له انسي اوجني شیطانانو ډکه زمانه ده چي هر ګړَئ اوهرساعت ددوۍ له لوري څخه دهرمسلمان ودین اوودنیا اوځان اوعیال ته قسم قسم خطرې متوجه دي اوپرته دالله پاک له غیبي ساتني څخه په ظاهري اسبابوکي هیڅ شي ددوۍ له شر څخه دنجات سبب په نظر کي نه راځي ، له تاسي محترم څخه غواړم چي یوه داسي دعااوذکر راوښه یاست چي دحفاظت دپاره ومااو نورومسلمانانو ته یوه معنوي اوروحاني ذریعه سي .
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ستادغوښتني په خاطر به یوداسي حرز ، ذکراودعادروښیم چي تفصيل اوتشریح ئې ته اونورمسلمانان وګورۍ نوعظيم غنیمت بې وګڼۍ اواهميت اوعظمت بې له لاندي تفصيل څخه درته څرګند سي ، تفصيل دادئ :
له حضرت ابوتياح څخه روايت دي چي ماوحضرت عبدالرحمن بن حبَيش ته کوم چي ډيرسپين ږيري او کلان ساله ؤ وويل چي ايا تا رسول عليه السلام ليدلئ ؤ ؟ نوده راته وويل چي هو نوبيا ما ورته وويل چي په هغه شپه کښي چي شيطانان درسول عليه السلام دوژلولپاره سره راغونډ سويوه ،نو رسول عليه السلام ددوۍ دشر ددفعي لپاره څه چل وکړ ،نوده راته وويل چي په هغه شپه کښي شيطانان له مختلفو کندواوشيلو څخه ورسول الله صلي الله عليه وسلم ته راغلل اودارنګه له مختلفوغروڅخه ورته راکښته سول اوپه دوۍ کښي يوشيطان ؤ چي په لاس کښي يې داور يوه لمبه رااخستي وه او قصديې کړيوو چي په دغه لمبه سره رسول الله عليه وسلم وسوځي ،نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وويريدي اوله دوۍ څخه يې دشاوخواته تلل شروع کړل، اوجبريل عليه السلام ورته راغلئ نويې ورته وويل چي اي محمده ! ووايه ده مبارک ورته وفرمايل چي کوم شي ووايم ،جبرئيل ورته وويل چي دغه دعا ووايه ،يعني کومه چي لاندي مادرته ذکرکړيده ، محترمو مسلمانانواومجاهدينوداسلام له پيغمبر څخه خوحضرت جبرئيل په طرفة العين کښي شيطانان دفعه کولائ سوائ خوجبرئيل هغه سي ونه کړل بلکي دشيطانانوددفعي لپاره يې دغه مذکوره دعاوروښودله، له دي څخه دوه ډيرغټ هدايتونه له الهي لوري څخه ومسلمانانوته خصوصاً ددين وخادمانوته فهميږي .
اول :داچي مسلمانان بايد اصلي اعتماد پرمعنوي اوروحاني قوت باندي ولري ..
دوهم : داچي دشر اودفساد اودظالمانو دظلم ددفعه کولو دپاره تر ظاهري اسبابو دمخه معنوي اسباب بايد په کار واچوي .
دعا داده :
( اَعُوْذُبِکَلِمَاْتِ اللهِ التََّامَّاتِ الَّتِيْ لَايُجَاوِزُهُنَّ برٌّوَلَافَاجِرٌمِنْ شَرِّمَاخَلَقَ ،وَذَرَأَوَبَرَأَ، وَمِنْ شَرِّمَايَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمِنْ شَرِّمِايَعْرُجُ فِيْهَا وَمِنْ شَرِّمَاذَرَأَفِي لْاَرْضِ ، وَمِنْ شَرِّمَايَخْرُجُ مِنْهَا،وَمِنْ شَرِّفِتَنِ الَّيْلِ وَالنََّهَارِ، وَمِنْ شَرِّکُلِّ طَارِقٍ،اِلَّاطَارِقً يَطْرِقُ بِخَيْرٍ، يَارَحْمَنُ ) .
( ش حم والبزاز واحسن بن سفيان وابوزرعه في مسنده وابن منده وابونعيم ق معاًفي الدلائل کنزالعمال ج۲ص ۲۸۱ والاستذکارشرح موطّامالک لابن عبدالبر ج۸ ص ۴۴۴ ) .
والسلام ومن الله التوفیق
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ