مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-12   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

غیبت کبیره ګناه اودټولني برباده وونکئ :

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۷۳) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتی ډاکترعصمت پېښور
 

ړومبئ له هرڅه وروښان اوځلاندعلمي شخصیت علامه ابوالفضل اودبینوا دسائت وچلوونکوته سلامونه اوبیا ددې چي دداسي اوچت دیني خدمت اودحق علم داشاعت پاڼه تاسودمسلمانانوپرمخ خلاصه کړي ترحدوتلَیْ کورودانَی وایم پوښتنه لرم په دې باره کي چي غیبت څومره ګناه ده اوغیبت وڅه ته ویل کيږي ، مننه 

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه دشریعت غراء محمدي په  حکم غیبت له کبائرو ګناؤ څخه دئ ، اوپه کبائرو اوغټوګناؤ کي له هغوګناووڅخه دئ چي د کَلي  ، کور او دمسلمانانودمدنی ژونددپاره دقسم قسم ګډوډیو او بدنیتیو سبب ګرځي  .

 یوسړَئ چي دیوچاغیبت دهغه دبېعزتۍ  دپاره کوي نوکه هغه په دې باندي خبرسي نوتاسي پوهېږۍ چي دهغه اودهغه درشته دارانو په زړوکي به له دغه سړي سره څونه کرکه پيدا کېږي  اوکه خبرنسي هم الله پاکه ددغه سړي په زړه کي په غیبي ډول له همدغه غیبت کوونکي  څخه نفرت پيداکوي چي اخیرپه ټولنه  کي دفساد،  اختلاف  ،جنګ اوجدال سبب ګرځي  ، همدارنګه غیبت له هغوګناؤڅخه دئ چي دبنده ګانوترحقوقوپوري تعلق لري که دغه سړئ  چي ته ئې غیبت وکړې  تاونه بخښي نو دغیبت له ګناه څخه ته توبه نسي کښلاۍ .

 یوڅوک چي دیوچاغیبت کوي نو الله پاک  د «الحجرات » په دوولسم آیت کي دغه څوک داسي بلَلئ دئ  لکه چي هغه څوک مړ وي اودَئ  يې غوښي خوري نوچي یو څوک دمرده غوښي خوري نودابه ومخلوق ته څنګه معلوميږي اووده ته به په خپله خپل ځان څنګه  ښکاره کېږي ،  شریعت خوهلته پرېږده چي څونه مجرم بې بولي  .

  امام قرطبي ویلي دي چي  په دې کي هیڅ اختلاف نسته چي  غیبت  له کبېروګناؤڅخه دئ او هرڅوک چي دیوچاغیبت وکړي نو باندي فرض ده چي دفعتاً توبه وکاږي ،  ابن حجرهیتمي رحمه الله ویلي دي چي غیبت اونمیمت په اجماع  سره حرام دئ ، له حضرت  جابر رضی الله عنه څخه روایت دئ  چي موږله نبی علیه الصلوة والسلام سره ناست ؤ نو یوه بدبویه  هوا اوبادراباندي راغلئ  نورسول صلی الله علیه وسلم راته وویل چي ایاپوهیږۍ تاسي په دې باندي  چي دابدبویه هوا دچشي ده  ؟ دا د هغو خلګو بدبویي ده چي غیبت کوي دوۍ دمومنانو یعنی ددوۍ  له خولوڅخه دغه بدبویه هواراولاړه سوه دغه حدیث روایت احمد،بخاري اوابن حبان کړئ دئ  .

 ،ځینوعلماؤپه خپلوکتابوکي ذکرکړي دي چي داچي اوس موږدغیبت په بدبويي نه پوهېږونوددې وجه داده چي زموږپَزي له بدبويي څخه ډکي دي اوله بدبويي سره عادت ګرزېدلي یو، دموضوع په اړه دغه لاندي مبارک آیات اوحدیثونه اودعلماؤخبري وګورۍ داچي غیبت وڅه ته ویل کیږي ددې توضیح اوجواب به په بل نمبرکي انشاءالله راسي  .
قالَ الله تعالی في القرآن المجيد : «ولايَغتَبْ بعضُکم بعضًا ، أيُحِب أحدُکم أنْ يأکُلَ لحمَ أخيه میتًا فکرهتموه ، واتقوا اللهَ ان اللهَ توابٌ رحيم ٌ » [الحجرات : ۱۱ ـ ۱۲] .

قال الامام القرطبي (رحمه الله) : «لاخلافَ أن الغيبة من الکبآئر ، و أن منِ اغتابَ أحدًا عليه أن يتوب الی الله عز وجل » الجامع لأحکام القرآن ج ۱۶ ص ۳۳۷) .
وقالَ الفقيه الشافعي ابن حجر الهيتمي (رحمه الله)  :  «کل منها ــ اي الغيبة والنميمة ــ حرامٌ بالاجماع ، وانما الخلاف في الغيبة : هل هيَ کبيرة او صغیرة ؟ و نُقل الاجماع علی أنها کبيرة ، وقالَ آخرون : «محله ان کانت في طلبة العلم ، وحملة القرآن ،والا کانت صغيرة » (تطهيرالعيبة من دنس الغيبة ص ۴۵ / و مغني المحتاج  : ج ۴ ص ۴۲۷)  .

و عن جابر (رضي الله عنه) قال : «کنا عند النبي صلی الله عليه وسلم فهَبتْ ريحٌ مُنْتنة ، فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم : «أتدرونَ ما هذه الريح ؟ هذه ريحُ الذين يغتابونَ المؤمنين » (أخرجه الامام أحمد [۳/ ۳۵۱] والبخاري في الأدب المفرد [۷۳۲] و ابن حبان في الثقات [۲/ ۷۲]  .

وعن عائشة رضي الله عنها ، قالت : «قلتُ للنبي صلی الله عليه وسلم : «حسبکَ من صفية کذا کذا» (قالَ بعض الروات تعني أنها قصیرة) فقال : «لقد قلتِ کلمة لو مزجت بمآء البحر لمزجته» .
(أخرجه الامام أحمد [۶/ ۱۸۹ ، ۲۰۶] وابوداؤد [۴۸۷۵] والترمذي [۲۵۰۲] وقال الترمذي حدیث حسنٌ صحيحٌ) .


قال ابن عباس (رضي الله عنه)  : «انما ضربَ اللهُ هذا المثلَ للغيبة ؛ لأن أکل لحم الميت حرامٌ مُستقذرٌ ، وکذا الغيبة حرامٌ في الدين وقبيح في النفوس » .
وقالَ قتادة (رحمه الله) : «کما يمتنع أحدکم أن يأکل لحمَ أخيه ميتًا ، کذلک یجبُ أن يمتنعَ من غيبته حيا»  . برواية البيهقي في الشعُب ، وابن مردويه و غیرهما عن عائشة (رضي الله عنها) قالت  : کنتُ عندَ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ، فمرتْ امرأةٌ طويلةُ الذيل ، فقلتُ :  يا رسول الله ! انها طويلة الذيل ؟ فقال النبي (صلی الله عليه وسلم) الفظي ! فلفظتُ بضعة لحم  . (اوجزالمسالک ج ۱۵ ص ۲۸۳).

وبراوية الضيآء المقدسي في «المختارة» عن أنس (رضی الله عنه) قال  :  کانتِ العربُ يخدم بعضهم بعضًا في الأسفار ،  وکانَ معَ أبي بکر وعُمر (رضي الله عنهما) رجلٌ يخدمهما ، فناما فاستيقظا ، ولم يهيئ لهما طعامًا ، فقالا : ان هذا لنؤم فايقظاه ، فقالا : أنت رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فقل له ان أبابکر و عُمر يقرآنکَ السلام و يستأذنک ، فقال : انهما ائتدما فجاءاه  ، فقالا : يا رسول الله ! بأي شئ ائتدمنا ؟ قال بلحم أخيکما ، والذي نفسي بيده اني لأری لحمه بين ثناياکما ، فقالا استغفر لنا يا رسول الله ! قال : مراه فليستغفر لکما . (وبسط السيوطي في الروايات بمعنی ذلک) . 

وبرواية ابن مردويه ، والبيهقي عن أبي سعيد وجابر ، قالا : قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) : «الغيبة أشد منَ الزنا ،  قالوا : یا رسول الله ! کيفَ الغيبة أشد منَ الزنا ؟ قال : ان الرجل ليزني فيتوب ، فيتوب الله علیه ، و ان صاحب الغيبة لا يغفر له حتی يغفرها له صاحبه  .
(اوجز المسالک شرح موطألمولانا محمدزکريا ج ۱۵ ص ۲۸۴)
والسلام ومن الله التوفیق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery