مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-15   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په مکه کښي د دُعا د قبليدو ۱۵ځایونه :

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر ( ۷۸ ) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتي رحیم الله وردګ ،  جلال آباد


دافغانانواودټولومسلمانانودفخرستر شخصیت ابوالفضل صاحب اودبینواپاڼي قدرمنو کار کونکو سلامونه درته وایم زما پوښتنه داده چي په مکه شریفه کي کوم ځایونه ددعادقبلېدوځایونه دي ؟


 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره  ! په مکه مکرمه کښي پنځلس ځایونه په دې سره شهرت لري چي هلته دعاقبلېږي:
 (۱) :   په کعبه شریفه کښي .
(۲) : په عرفات کښي .
(۳)  : په مشعرحرام کښي دمزدلفې .
(۴)  :  دطواف په ځاي کي کوم  چي مطاف ورته ویل کيږي  .
(۵)  : زمزم  . 
(۶)  : په وخت دسعي کښي په منځ کښي دصفااومروه  ، خاص بیاپه مابین کښي د میلینو اخضرینو .
(۷)  : کله چي دصفاوغونډۍ ته وروخیږي .
(۸)  : کله چي ومروه ته ورپورته سي .
(۹)  : دمقام ابراهیم ترشا .
(۱۰) او( ۱۱) او (۱۲) :  په نزددریوشیطانانو  .
(۱۳)  : په نزد د ملتزم شریف .
(۱۴) په حِجرکښي  .
(۱۵)  :  لاندي ترمیزاب دکعبې  .
داځایونه حسن بصري رحمه الله په خپله مشهوره رساله کښي ذکرکړي دي اوصاحب ددرمختار په نقل له  صاحب النهر څخه داځایونه په نظم کي په دې ډول راوړي دي  :
[دعاءالبریایستجاب بکعبه ] [وملتزم والموقفین کذالحجر [طواف وسعی مروتین] [وزمزم،مقام ومیزاب جمارک تعتبر]  .

اوشامي په ردالمحتارکي یوڅونورځایونه په دې ډول ذکرکړي دي،ورؤیة بیت ثم حجروسدرة،ورکن یمان مع منی لیلة القمر،په اړه دشامي لاندي عبارت عبارت وګورۍ :
مطلب في إجابة الدعاء قوله ( وهو ) أي هذا الموقف من مواضع الإجابة أي المواضع التي تكون الإجابة أرجى فيها من غيرها كما أفاده في النهر : قوله ( وهي بمكة ) أي وما قرب منها لأن الموقفين ومنى والجمار ليست في مكة ، قوله ( وهي خمسة عشر موضعا الخ ) كذا ذكرها في الفتح عن رسالة الحسن البصري ، قال ابن حجر المكي والحسن البصري تابعي جليل اجتمع بجمع من الصحابة فلا يقول ذلك إلا عن توقيف اه . و نقلها بعضهم عن النقاش المفسر في مسكه مقيده بأوقات خاصة والحسن أطلقها وذكر ذلك بعضهم نظما نقله ح عن الشرنبلالية فراجعهما ، قوله ( بكعبة ) أي فيها ، قوله ( والموقفين ) أي عرفة والمشعر الحرام في المزدلفة ، قوله  ( طواف ) أي مكانه والأولى أن يقول المطاف وهو ما كان في زمنه مسجدا وإلا فالمسجد الحرام كله مطاف بمعنى أنه يجوز فيه الطواف
شرح اللباب قوله ( وسعى ) أي بين الصفاء والمروة لا سيما فيما بين الميلين  .
شرح اللباب  .
قوله ( مروتين ) أي الصفا والمروة ففيه تغليب ولعله غلب المؤنث على المذكر بناء على أحد القولين للعلماء وهو أن المروة أفضل من الصفا ، قوله ( مقام ) أي خلفه كما في اللباب ، قوله ( جمارك ) أي الثلاث فبذلك بلغت خمسة عشر لكن اعترض بأنه لا دعاء في جمرة العقبة بل في الأولى والوسطى ، قوله ( زاد في اللباب الخ ) أي لباب المناسك للشيخ رحمة الله السندي تلميذ المحقق ابن الهمام اختصره .
____________________
من منسكه الكبير واختصره أيضا بمنسك أصغر منه فافهم  ، قوله ( وعند السدرة ) فيه أنه لم يذكرها في اللباب بل ذكرها في الشرنبلالية وهي سدرة كانت بعرفة وهي الآن غير معروفة ، ذكره بعض المحشين عن تاريخ مكة للعلامة القطبي وكذا عزاه بعض مشايخ مشايخنا لابن ظهيرة الحنفي المكي في فضائل مكة ، قوله ( وفي الحجر ) فيه أن هذا هو تحت الميزاب كما في الشرنبلالية عن الفتح ، قوله ( ليلة البدر ) وهي ليلة الرابع عشر من ذي الحجة التي ينزلون فيها الآن ط .
قلت وقد ألحقت هذه الخمسة نظما بنظم صاحب النهر فقلت  : «ورؤية بيت ثم حجر وسدرة وركن يمان مع منى ليلة القمر»  . (ردالمحتار ج۲ ص ۱۹۱) .

والسلام ومن الله  التوفیق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery