Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-15 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
بدعت د اسلام له نظره عظيم جرم دئ :
دارالافتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر( ۷۹) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : محمد أنور
ځائ : أفغانستان ــ ګرشک .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، د علامه أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې د مشرتابه د روغ صحت په هیله .
ځما پوښتنه داده چي د بدعت د اسلام له نظره څونه جرم دئ ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! دادي ډيره د مسلمانانو دپاره ددين او اسلاميت په اعتبار ګټوره پوښتنه کړېده ؛ ځکه په موجوده زمانه کښي يو داسي حالت رامنځته سوئ دئ چي څوک چي پر أصلي او شرعي مسير باندي روان وي چي هغه عبارت دئ له هغه چا څخه چي په څلورو امامانو کښي د یوه امام مُقلد او مذهبي وي ، او په تمامه معنی له بدعت څخه محفوظ وي ،ودېته ځيني ناتراشه انسانان مُبتدع وايي ، او خپل کړه وړه چي له سره تر پایه بدعت دئ د قرآن او حديث پيروي بولي .
په يوه مبارک حديث شريف کښي راغلي دي چي د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي دي چي داسي وخت به راسي چي وخائن ته به أمين ، او أمین ته به خائن ویل کيږي ، او کاذب ته به صادق او صادق ته به کاذب ويل کيږي ، او د خلګو په مهمو کارو کښي به «رُوَيبضة» يعني ډير کم أصل او بې شرفه سړئ ږغيږي ، او دده په صوابديد سره به د خلګو کارونه فيصله کيږي .
دغه حديث په «الأختراعاتُ العصرية» کښي په خپله مربوطه حواله سره مذکور دئ .
اوس ستا د پوښتني وجواب ته راځم ، محترمه وروره ! د بدعت د بدوالي ، ګناه والي او جرم والي اندازه له دغو نبوي أحادیثو څخه زده کړه :
اول :
قال النبي (صلی الله عليه وسلم) من أعرض عن صاحب بدعة بغضا له في الله ملأالله قلبه أمنا و ايمانا ، ومن انتهر صاحب بدعة أمنه الله یوم الفزعِ الأکبر ، ومن أهان صاحبَ بدعة رفعه الله تعالی في الجنة مأة درجة ، ومن سلم علی صاحب بدعة أو لقيه بالبشر أو استقبله بما يَسُره فقد استخف بما أنزل الله علی محمد » . ( رواه الخطيب في تاريخ بغداد / کذا في فتاوی الحديثية للامام ابن حجر الهيتمي (رحمه الله) ج ۲ ص ۳۷۰ ) .
يعني چا که اعراض وکړ او مخ يې واړوئ له مبتدع څخه پدې وجه چي بغض يې ورسره درلودئ لپاره د خدائ ، نو الله به ډک کړي زړه دده ،يعني ددغه چا چي دخدائ لپاره دبدعتي سړي سره بغض کوي په أمن ، بيغمي او په ايمان سره ، او چا که زَجر او ترټنه وکړه د صاحب د بدعت ، نو الله پاک بې په أمن کړي په ورځ کښي دويری ډيري غټي (چي د قيامت ورځ ده) او چاکه سپکاوئ او اهانت وکړ د صاحب د بدعت نو الله تعالی بې په جنت کښي سل درجې لوړ وګرځوي ، او چا که و صاحب د بدعت ته سلام ورواچوئ ، يا په خوشحالي او پراخ تندي ورسره مخامخ سو ، اویا وبدعتي ته په خوشحاله اوورين تندي په مخه ورغلئ اويايې دبدعتي سړي پدا سي ډول استقبال وکړ چي دَئ په خوشحاله کيدئ ، نو په تحقیق سره دغه سړي استخفاف وکړ د هغه چي نازل کړئ دئ الله پاک پر محمد (صلی الله عليه وسلم) باندي ، يعني دالله جل جلاله ودين ته يې په سپکه وکتل .
دوهم :
عن علي قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) المدينة حرم مابين عير الی ثور ، فمن أحدث فيها حدثا او آوی مُحدثا فعليه لعنة الله والملئکة والناس أجمعين ، لا يقبل منه صرف ولا عدلٌ .
(مشکوة ج۱ ص ۲۳۸ / بخاري ج۲ ص ۱۰۸۴ / مسلم ج۱ ص ۱۴۴) .
يعني رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايلي دي چي مدینه منوره د «مُقام عير» څخه بيا تر «مقام ثور» پوري حرم دئ ، نو چاکه پيدا کړ پدې کښي يو نوئ کار (يعنی بدعت) يا يې پناه ورکړه ويوه مبتدِع ته ، نو پر ده باندي لعنت دئ د خدائ او فرشتو او د ټولو انسانانو ، او نه قبليږي له ده څخه نه فرضي او نه نفلي عبادت .
دريم :
عن ابراهيم بن مسيرة قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مَن وقَّر صاحب بدعة فقد أعان علی هدمِ الاسلام ( رواه البيهقي في شعب الایمان مرسلا / مشکوة ج۱ ص ۳۱) .
يعني رسول علیه السلام فرمايلي دي چي چا که د يو مُبتدع احترام او تعظيم وکړ نو په تحقيق سره دغه سړي له ده سره ، يعني له دغه بدعتي سره مدد او کومک وکړ پر نړولو د اسلام باندي .
څلرم :
عن حذيفة قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) لایقبل الله لصاحب بدعة صومًا و لاصلوةً ولا صدَقةً و لا حَجا ولا عُمرةً ولا جهادًا ولا صرفًا ولا عدلاً ، يخرج من الاسلام کما تخرج الشعرة منَ العجين (ابن ماجه ص ۶ ) .
يعني نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي نه قبلوي الله پاک د صاحب د بدعت روژه ، لمونځ ، صدقه ، خيرات ، حج ، عمره ، جهاد ، او نه فرضي او نفلي عبادت ، او دغه صاحب د بدعت له اسلامه څخه پدا ډول وځي لکه وتل د يو وريښته له أغږلو خميره سويو اوړو څخه .
پنځم :
عن عبد الله بن عباس قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) أبی الله أن يقبل عمل صاحب بدعة حتی يدع بدعته ( ابن ماجه ص ۶ ) .
يعني رسول عليه السلام فرمایلي دي چي منع کړېده الله پاک له دې څخه چي قبول کړي عمل د صاحب د بدعت تر هغه پوري چي دغه مبتدع له خپل بدعته څخه لاس واخلي .
والسلام ومن الله التوفيق .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ