مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

ايا په دنيا کښي د کافر دعا قبليږي ؟

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر(۸۳) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي    :     .

پوښتنه مي داده چي ايا د کافر دُعا قبليږي  ؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
پدې باره کښي چي ايا د کافر دعا په دنيا کښي الله پاک قبلوي او که يا علماوو او مشائخو اختلاف کړئ دئ : ځینو علماوو ويلي دي چي د کافر دُعا نه قبليږي ، صاحب د ردمحتار له دغو علماوو څخه د «جمهور» په لفظ تعبير کړئ دئ ، ددوۍ یو دليل دا قول د  خدائ پاک دئ چي «وما دعآء الکافرین الا في ضلال » يعني او نه ده دعا د کافرانو مګر په تباهي کښي ،  او بل دليل دوۍ دا وايي چي کافر پدې وجه چي خدائ نه پيژني نودَئ په صحيح صورت سره دعا نسي کولائ .
او ځينو نورو علماوو بيا ويلي دي چي په دنيا کښي د کافر دُعا هم الله پاک قبلوي ، لکه د شيطان ملعون دغه دُعا چي «ربي أنظر ني الی يوم يبعثون » الله پاک قبوله کړه او ورته وې فرمايل چي «انک منَ المنظرين»  او د مذکوره آيت جواب يې پدې ډول ورکړئ دئ چي مذکور آيت د کافرانو د هغي دُعا په باره کښي دئ چي د آخرت په ورځ بې دوۍ کوي ، او د آخرت په ورځ خو ددوۍ دُعا قطعًا نه قبليږي .

صاحب د دُرمختار دغه دوهم قول راجح بللئ دئ  ، او صدرُ الشهيد دغه قول مُفتی به بللئ دئ .
مطلب دادئ چي صحيح قول دادئ چي د کافر دُعا په دنیا کښي الله (جل جلاله) قبلوي ،تاسي ودې ته نه ګورۍ چي الله پاک فرمایلي دي چي «ورَحمتي وَسِعَت کل شئ» يعني په دنيا کښي رحمت ځما وهر شي ته ورپراخ سوئ دئ ، دارنګه د الله پاک د «رَحمن» د نامه ترجمه علمآء پدې ډول کوي چي ډير مهربانه په دنيا کښي پر کافر او مسلمان باندي  .

د بالابود اطمينان دپاره د «ردالمحتار» دغه لاندي عبارت وګورۍ   : 

اختلف المشائخ في أنه هل يجوز أن يقال يستجاب دعاء الكافر فمنعه الجمهور للآية المذكورة ولأنه لا يدعو الله لأنه لا يعرفه لأنه وإن أقر به تعالى فلما وصفه بما لا يليق به فقد نقض إقراره وما روي في الحديث من أن دعوة المظلوم وإن كان كافرا تستجاب فمحمول على كفران النعمة وجوزه بعضهم لقوله تعالى حكاية عن إبلسي رب أنظرني فقال تعالى { إنك من المنظرين } الأعراف 15 وهذا إجابة وإليه ذهب أبو القاسم الحكيم وأبو النصر الدبوسي 
وقال الصدر الشهيد وبه يفتى كذا في شرح العقائد للسعد 
وفي البحر عن الولوالجية أن الفتوى على أنه يجوز أن يقال يستجاب دعاؤه اه 
وما في النهر من قوله أي يجوز عقلا وإن لم يقع فهو بعيد بل الخلاف في الجواز شرعا إذ المانع لا يقول إنه مستحيل عقلا تأمل .
(رد المحتار ج۱ ص ۶۲۴)  .

والسلام ومن الله التوفيق   .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery