مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

عيسی (ع) به د کوم مذهب اتباع کوي او که يا؟

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر(۸۴) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي   :  محمد داؤد  .

 

ځما پوښتنه د محترم مولوي صاحب څخه داده چي کله عيسی عليه السلام مځکی ته راکښته سي نو هغه به په څلورو مذاهبو کښي د کوم مذهب اتباع کوي  ؟


 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
په «درمختار» (ص ۴۲) کښي چي پر حاشيه باندي  د ردمحتار دئ  داسي راغلي دي چي عيسی (عليه السلام به ځموږ د امام أعظم أبوحنيفه (رحمه الله) د مذهب مطابق حُکم کوي ، خو صاحب د «ردمحتار» په مذکوره صفحه کښي ذکر کړيدي چي صاحب د دُرمختار پدې خبره کښي د قُهستاني تابعداري کړېده ، او ښايي دا خبره دي دوۍ له هغه څخه أخذ کړې وي کوم چي أهلِ کشف (يعني اوليآء کرامو) ويلي دي چي نور درې سره مذهبونه به ختم سي او د امام أعظم مذهب به لا باقي وي .
امام شعراني په «ميزان الکبری» کښي ذکر کړیدي چي أطوَل د مذهبو مذهب د امام أبوحنيفه دئ ، او و هغه ته نژدې بيا مذهب د امام مالک دئ ، او وهغه ته نژدې بيا مذهب د امام شافعي دئ ، او و هغه ته نژدې بيا مذهب د امام أحمد دئ ، او تر ټولو أقصَر او ډير کوتاه د «داؤد ظاهري» مذهب دئ .
نو لکه څنګه چي مذهب د امام أبوحنیفه اول د مذاهبو مُدَوّنه و دئ ، دارنګه اخير د ټولو مذاهبو به هم د امام أعظم مذهب وي ، خو صاحب د ردمحتار وروسته بيا په مذکوره صفحه کښي دا خبره رد کړېده ، او ويلي يې دي چي پر دې باندي هيڅ دليل نسته چي عيسی (عليه السلام) به د امام أعظم مذهب چلوي ، همدا وجه ده چي امام سيوطي ويلي دي چي دا خبره چي کيږي چي عيسی (عليه السلام) به په یو مذهب د څلورو مذهبو سره حکم کوي باطله او بې أصله ده ، او څنګه به په يو نبي باندي داسي ګمان وکړ سي چي دَئ دي د يوه مجتهد مُقلد سي  .

والسلام  ومن الله التوفیق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery