Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-18 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
په مسجدحرام کي دنبیانوقبرونه :
دارالافتآء أبوالفضل .
فتو ی نمبر(۸۹) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عبدالفتاح .
محترم مولانا أبوالفضل صاحب ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، هيله ده چي سلامونه مي قبول کړۍ .
پوښتنه مي داده چي په مسجد حرام کښي څونه نبيان ښخ کړه سويدي ؟ داپوښتنه ددې دپاره کوم چي و مسلمانانو ته پدې باره کښي معلومات وسي ، نو بيا چي دوۍ وکعبې شريفي ته ورځي نو ددغو مبارکو نبيانو د زيارت لحاظ به هم ورسره وي ، چي دا به د نور زيات أجر سبب ورته ګرځي !!
خدائ مو دروغ صحت خاوندان لره !
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
په ځينو روایاتو کښي راغلي دي چي و کعبې شريفي ته نژدې پر شاوخوا د کعبې باندي د درو سوو (۳۰۰) نبيانو قبرونه موجود دي ، صرف له رُکنِ يماني څخه بيا تر حجر أسود پوري د (۷۰) نبيانو قبرونه دي ، په حطيم شريف کښي تر «ميزابِ رَحمت» لاندي د حضرت اسماعيل (عليه السلام) او دده د مبارکي مور حضرت هاجر (رضي الله عنها) قبرونه دي .
د حضرت هود ، صالح او حضرت شعيب (عليهم السلام) قبرونه هم د رُکنِ يماني او د حجر أسود په منځ کښي موجود دي ، او داسي روايت هم راغلئ دئ چي په منځ کښي د مقام ابراهيم ،او حجرأسود او د زمزم د (۹۹) نبيانو قبرونه موجود دي .
په دې اړه د «أنسانُ العيون ج۱ ص ۱۵۴» دغه لاندي عبارت وګورۍ ! :
و جآء أن بين المقام والرکن والزمزم قبر تسعة وتسعين نبيا ، وجآء أن حول الکعبة لقبور ثلثمائة نبي ، وأن مابين الرکن الیماني الی الرکن الأسود لَقبور سبعين نبيا ، و کل نبي منَ الأنبيآء اذا کذبه قومُه خرج من بين أظهُرهم و أتی مکةَ يعبدالله عزوجل بها حتی يموت ، و جآء ان ما بين الرکن الیماني و الحجر الأسود روضة من رياض الجنة ، وأن قبر هود و صالح و شعيب و اسماعيل (عليهم السلام) في تلک البقعة ، أقول ویوافق ذلک قول بعضهم أن اسمعيل (عليه السلام) دفن حيال الموضع الذي فيه الحجر الأسود ، لکن جآء أن قبر اسمعيل في الحجر ، وذکر المحب الطبري أن البلاطة الخضرآء التي بالحجر قبر اسمعيل عليه السلام انتهی .
والسلام ومن الله التوفیق
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ