Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-18 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
درې مهمي پوښتني اودهغوي جوابونه
دارالافتآء أبوالفضل .
فتو ی نمبر(۹۲) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عجب خان . له منګوچر څخه
السلام عليکم . محترم مولانا أبوالفضل صاحب ! ځما درې پوښتني دي :
اوله دا چي ايا يو ځوان عالم پر سپين ږيري جاهل او أمي باندي په تګ کښي مخکي کيدلاۍ سي ؟
دوهم داچي يو څوک د عالم استخفاف او سپکاوئ کوي له دې وجي چي دَئ عالم دئ او د علم خاوند دئ ، نو ايا په دې سره دَئ کافر کيږي که يا ؟
دريم دا چي پدغه آيت کښي چي «وأطيعوالله وأطیعوا الرسول وأولي الأمر منکم» له أولي الأمره څخه مراد څوک دي ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره دادي ډيري مهمي پوښتني کړيدي ، دهر مسلمان دپاره پکار ده چي ددغو خبرو ډيره په ټينګه سره مراعات او لحاظ وساتي ، او ډير مسلمانان له دې څخه غافل دي .
ستا د پوښتنو جواب پدې ډول دئ چي تر ځوان عالم له مخه کيدل د بې علمه سړي که څه هم سپين ږيرئ وي او سيد هم وي د شريعت له نظره ناروا کار دئ .
دارنګه د عالم سپکاوئ کول ، و عالم ته په سپک نظر کتل پدې سبب چي دَئ عالم دئ بلاشک وشبهه کفر دئ ، هر څوک چي و عالم ته په سپک نظر په دې وجه وګوري چي دَئ عالم دئ نو دغه سړئ په اتفاق کافر دئ .
او مراد له «أولوالأمر» څخه په دې قول د خدائ پاک کښي چي «وأطيعوا الله واطيعوا الرسول وأولي الأمرمنکم» بنا پر زيات صحيح قول باندي عالمان دي ، د مسلمانانو أصلي أولوالأمره او حاکمان علمآء دي ؛ ځکه چي علمآء د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) وارثان دي .
مسلمانان پدې سره مُکلف دي چي دوۍ به خپل ټول کړه وړه ، تدبير المنزل ، سياست مدني او تهذيبُ الأخلاق د اسلامي شريعت د هدايت مطابق تر سره کوي ، او علمآء هغه خلګ دي چي له اسلامي شريعت ، قرآن او حديث څخه خبردار دي .
په يوه حديث شريف کښي چي امام سيوطي (رحمه الله) يې په جامع الصغير کښي روايت کړئ دئ راغلي دي چي د قيامت په ورځ به د عالم د مشواڼۍ رنګ او د شهيد ويني سره وتلل سي نو د عالم د ميشواڼۍ رنګ به د شهيد پر وينو باندي دروند سي .
دارنګه په یوه بل حديث کښي راغلي دي (چي په مشکوة المصابيح کښي ذکر دئ) چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي : بهتري د عالم پر هغه چا باندي چي عبادت ګذاره وي خو بې علمه وي دونه دئ لکه بهتري ځما پر ډير بيکاره ستاسي باندي .
ددغو خبرو د ثبوت دپاره د فتاوی الکاملية (ص ۹ ، ۱۰) دغه لاندي عبارت وګورۍ :
سئلت عن الشاب العالم هل له التقدم علی الشيخ کبير السن الجاهل في الجلوس ونحوه ، ولو کان الشیخ الجاهل قرشيا ، وهل الاستخفاف بالعلمآء والعلم الشرعي ردة ؟ أجیبوا تؤجروا
فالجواب والله تعالی الموفق للصواب أن هذه الحادثة سئل عنها الخير الرملي فأجاب ، والسؤال والجواب في فتاويه الخيرية وهذا نصهما : سئل في الرجل الجاهل هل له التقدم علی الشيخ العالم ، واذا قال له العالم النصاری تعظم قسيسهم واليهود تعظم خاخامهم وأنا من علمآء المسلمین فان لم تکرمني لذاتي فأکرمني لعلمي فأبی اکرامه ، وتقدم عليه مستخفا به وبالعلم الشريف ، هل باستخفافه بالعلم الشریف وبالعالم يکفر ، وتبيين زوجاته و تجري عليه أحکام المرتدين أم لا ؟ أجاب ليس للجاهل أن يتقدم علی الشیخ العالم ، بل وليس للشیخ الجاهل ذلک ، فقد صرح علمآءنا رحمهم الله تعالی أن للشاب العالم أن يتقدم علی الشيخ الجاهل ؛ لأنه أفضل منه ، قال الله تعالی «هل يستوي الذين یعلمون والذين لا يعلمون» ولهذا يقدم في الصلاة وهي أحد ارکان الاسلام وهي ثا الايمان ، وقال الله تعالی «وأطيعوا الله وأطيعوا الرسول وأولي الأمر منکم » فالمراد بأولي الامر العلمآء في أصح الأقوال ، والطاع شرعا مقدم ، وکيف لايتقدمون وهم ورثة الأنبيآء عليهم الصلاة والسلام علی ما جآءت به السنة کذا صرح الزيلعي وغیره ، وفي البزازية والشاب العالم يتقدم علی الشيخ غير العالم ، قال سبحانه و تعالی «يرفع الله الذين آمنوا منکم والذين أوتوا العلم درجات » فالله رفعهم فمن يضعفهم يضعفه الله تعالی ، والعالم یتقدم علی القرشي غير العالم ، قال الزندوستي حق العالم علی الجاهل وحق الاستاذ علی التلميذ واحد علی السوآء ، وهو أن لايفتتح بالکلام قبله ، ولا يجلس مکانه وان غاب ، ولايرد عليه کلامه ، ولايتقدم عليه في مشيه ، واما الاستخفاف بالعلم والعالم ففي النظم الوهباني :
ولکن به من يستخف به مکفر کذاک الذي لفظ الفقيه يصغر .
قال العلامة عبدالبر مسألة هذا البيت وانکانت مشهورة عند الحنفية لم أقف عليها الا في الحاوي القدسي قال و من استخف بالنبي صلی الله عليه وسلم أو نبي منَ الأنبيآء عليهم السلام يکفر ، وکذا من استخف بالعلمآء العاملين أئمة الدين والشريعة .
والسلام ومن الله التوفیق
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ