مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-20   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په هروخت کي درې سوه نفر پرزړه دآدم (ع) .

دارالافتآء أبوالفضل .

فتو ی نمبر(۹۳)  .

دارالافتآء : ستر علمي او روحاني شخصیت ، علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي   : لطف الله أخندزاده  .

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ځما سلامونه دي و عاليقدر علامه أبوالفضل صاحب ته په نيک ساعت کښي ورسيږي ، محترم مولانا صاحب  زه يوه پوښتنه لرم هغه داچی له ځينو علماوو څخه ما داسي اوريدلي دي چي په انسانانو کي هروخت درې سوه داسي انسانان موجود وي چي هغه پر زړه باندی د حضرت آدم (عليه السلام) وی ، ايا دا خبره يو شرعی مأخذ يا سند لري او که څنګه ؟
 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
هوداخبره بالکل شرعي مأخذلري په دې باره کي ابن حجرهیتمي دفتاوی حديثیه ۳۶۸صفحه کي  داسي ذکرکړي دي  :
قال ابن  الحجر الهيتمي في الفتاوی الحديثية  : « وفي الفردوس للديلمي : «ان لله عز وجل ثلاثمائة ، قلوبهم علی قلبِ آدم ، وله أربعونَ ، قلوبهم علی قلب موسی ، وله سبعٌ قلوبهم علی قلب ابراهیم ، وله خمسةٌ قلوبهم علی قلب جبریل ،  وله ثلاثة قلوبهم علی قلب ميکائيل ، وله واحد قلبه علی قلب اسرافيل  » . په دې اړه به مکمل تفصیل دیوه بل  سوال په جواب کي ان شاءالله درته راسي .

والسلام ومن الله التوفیق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery