دارالافتآء أبوالفضل .
فتو ی نمبر(۹۷) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : محب الله دانش .
محترم مولوی صاحب: اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
لکه څرنګه چی مونږه له ډیره وخته راهیسی ستاسی قیمتی جوابونه مطالعه کوه نو دا راته په ثبوت رسیدلی ده چی تاسی یو ډیر کلک مذهبی او تصوفی عالم یاست. الله جل جلاله دی دا علم درته د خدای ج د رضا سبب وګرځوی. محترما: زه یو څو پوښتنی لرمه خدای دی وکړی چی راته ځواب یی کړی. اول: د چشتی شریفی په طریقه کی چی کومه قوالی کیږی. آیا په اسلام کی د ددی اجازت شته او که نه. زه د چشتی شریفی په پیران کبارو باندی هیڅ کوم انتقاد نه لرمه ځکه چی هغه اولیاء الله تیرشوی او شته ده خو بیا هم انسان ده شک ورغورزی. ما داسی اوریدلی چی طریقت باید په شریعت ولاړ وی نو ځکه دا پوښتنه راته پیدا شو، علم خو دریاب ده کیدای شی چی په کوم ځای کی یی جواز راغلی وی. که یی جواز نه وی راغلی بیا هم چپه خوله پاتی کیږمه او څه به ورپسی ونه وایم.
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه اوقدرمنه وروره ! که تاسي دسرود په حقله زموږ شرعي تحقیق په تېرو برخوکښي ليدلئ وي نوله هغه څخه داڅرګندېږي چي داسلام له نظره سروز ډېرناتراشه اوعظیمه ګناه ده .
کوم صوفیه کرام چي د ذکر په وخت کښي دسروداوغناپه جوازقائل دي نوهغوۍ هم ددغه جوازدپاره ډیرشرطونه ایښي دي چي په موجوده وخت کښي چي کوم خلګ وچشتیې طریقې ته مثلا ځانونه منسوب بولي او سرود ، ډول وغیره دذکر په بهانه وهي دهغوشروطو دیوه هم نه مراعت ساتي اونه په خبر دي ، نولهذا په موجوده دَورکښي دذکر په محفلو کښي سرود چي په کوم طرز ویل کېږي خپله د چشتیې طریقې داصولو له نظره هم ناروادئ .
هو ! مولاناجلال الدین رومي اومولاناعبدالرحمان جامي رحمهماالله غوندي په بینُ الاقوامي سطحه اسلامي زمریان هم له ارباب السِّمَاع څخه وو ، خوهغوۍ دطریقت اودشریعت له مخي چي «الضرورات تبیح المحظورات» په داسي شرائطوسره دسرودقائل وو چي دموجوده وخت خلګ له هغوئ څخه بالکل غافل دي .
خو څرنګه چي د سرود جواز په چشتيه وغيره طريقو کښي أصلا هم له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دئ نو همداسبب دئ چي امام رباني صاحب په مکتوبات کښي فرمایلي دي چي دنقشبندیې طریقې فضیلت پرنوروطریقوباندي داسي دئ لکه دلمانځه فضیلت پر ډُول باندي .
خلاصه داده چي داصلي امامانوددې طریقې په شان کښي بایددامام رباني رحمه الله په دې قول باندي عمل وکړسي چي « نه انکارمیکنم ونه اینکار» او دا اوس چي ودغي طریقې ته منسوب خلګ دا کار کوي نودابایدنارواوبلل سي .
په فتاوی هندية کښي په دې اړه داسي راغلي دي :
قال رحمه الله تعالی السماع والقول والرقص الذي يفعله المتصوفة في زماننا حرامٌ لايجوز القصد اليه والجلوس عليه » . (ج۵ ص ۳۵۲کتاب الکراهية الباب السابع عشر في الغنآء واللهو) .
علامه محمد بن بير علي ، البرکلي (رحمه الله) په (طريقهء مُحَمدية ج۲ ص ۱۴۱) کښي داسي ذکر کړيدي :
اعلم أن تغني حرام في جميع الأديان ويدخل فيه تغني صوفية في زماننا في المساجد والدعوات بالأشعار والأذکار معَ اختلاط أهل الهوآء والأمور ، بل أشد من کل تغن ؛ لأنه مع اعتقاد العبادة .
قاضي ثنآء الله پاني پتي (قدس سره) په خپل تفسير «تفسير مظهري ج۷ ص ۲۵۱» کښي فرمايلي دي :
«لم يُثبت عن النبي (صلی الله علیه وسلم) ولا عن الصحابة استماعُ الغنآء تقربا الی الله تعالی ؛ ولأجل ذلک ما اختار کرام منَ النقشبندية وغيرهم ارتکابه » .
امام قرطبي په دې باره کښي هغه څه ليکلي دي چي بيخي په اخيره درجه يې افراط او تر حد تيرئ کړئ دئ ، عبارت مي ددې دپاره رانقل کړ چي دغه ډول کلام که د بل مفسر او عالم وي هم بايد مَورد د قبول ونګرځي ؛ ځکه چي ددا ډول تعبيراتو مخه پر امامانو د چشتيې طريقې او دأمثالو ددې هم وربرابره ده ، سره له دې چي په دغو طريقو کښي د أمت مسلمه ډير ستر علمي شخصيتونه ، او اولياءِ کرام تير سويدي نو پر دغو ټولو باندي د «سامري» د پيروانو حُکم کول دا تر حد وتلئ ناروا زړه ورتوب دئ .
يو مشهور متل دئ چي هوشيار نه غورځي او که وغورځي نو په خرپ غورځي ، دارنګه ځما يو شعر دئ : [ مُقلد يمه په خرپ مګر ړوند نه يم / خيال ساتمه د حديث او د قرآن زه ]
او دا خبره چي قرطبي د کوم چا په حواله ذکر کړېده چي « مذهب الصوفية بطالة وخلالة» نو ددې مطلب دادئ چي په أمت مسلمه کښي چي کوم خلګ د اولياوو په نامه سره یاديږي دا ټول باطل خلګ دي ، او بې حسابه علمآء د علم حديث او د فقهي کوم چي د طريقت او تصوف پر نقش قدم تللي دي دا ټول باطل دي ، او هغه تصوف چي د اسلام د مقـــــدس دين تر ټولو شعبو مُهمه شُعبه ده نو دا باطله ده .
اوس نو اندازه تاسي ورته ولګوۍ چي ددې خبري أصلي ترتيب او ترکيب د څنګه عقیدې او نظريې له مخي سوئ وي ، مکمل تفصيلات موږ د «تصوف او عِرفان» په برخو کښی کړيدي .
د قرطبي عربي عبارت دادئ :
وسئل الامام أبوبکر الطرطوشي انه اجتمع جماعة من رجال فکثروا من ذکر الله وذکر محمد ، ثم انهم يوقعون بالقضيب علی شئ من الأديم ، ویقوم بعضهم يرقص ويتواجد حتی يقع مغشيا عليه الخ أفتونا مأجورين يرحمکم الله ؟ الجواب : مذهب الصوفية بطالة وخلالة ، وما الاسلام الا کتاب الله وسنة رسوله ، واما الرقص والتواجد فأول منْ أحدثه أصحابُ السامريّ ، لما اتخذَ لهم عجلا جسدا له خوار ، قاموا يرقصون حواليه ويتواجدون ، فهو دين الکفار عباد العجل الخ هذا مذهب الأئمة الأربعة وغيرهم . (قرطبي ج ۱۱ ص ۲۳۸)
والسلام ومن الله التوفیق .