مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-25   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د شريعت او طريقت استاذان سره برابر دي :

دارالافتاء أبوالفضل .

فتو ی نمبر  (۱۰۳)  .

 

مفتي   : 
ستر علمي او روحاني شخصيت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتيه     :  نوريه ددولسم جماعت محصله /مزارشريف .

 

اول وعلامه ابوالفضل صاحب ته دخپل زړه خلوص په دې ډول وړاندي کوم چي الله جل جلاله دي وتااودبېنواوکارکونکوته اجرعظيم درکړي  واقعا داسلام خادم يې اوپه علمي لحاظ دملت اودامت فخر يې .
پوښتنه مي داده چي په حقداري کي مرشداودطريقت استاذلوړدئ اوکه دشريعت دظاهري علومواستاذ؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمي خوري ! په  «فتاوی نورالهدی ص ۴۲۴» کښي په حواله د مُختار الفتاوی راغلي دي چي هر هغه څوک چي د استاد تعظيم نکوي ، او يا بد ورته ووايي نو هغه عَاق دئ ، لمونځ يې نه قبليږي ، او امامت يې ندئ صحيح ، تعذير به ورکول کيږي او تشهير بې کيږي ، او پر دې فتوی ده ځموږ په زمانه کښي  .
همدارنګه په همدغه صفحه کښي په حواله د «تحفة الفقهآء» داسي ذکر سويدي چي د اوستاذ د عَاق نه شاهدي صحيح کيږي او نه يې امامت ، او کچيري عالم وي دده په فتوی به عمل نه کړکيږي  .
دارنګه يې په حواله د فتاوی جامع ليکلي دي چي کوم څوک چي د استاد عاق وي نو هغه چي کوم پسه حلال کړي دغه ذبح يې نه صحيح کيږي ، او نه يې امامت صحيح کیږي .

له استاد څخه مراد هغه څوک دئ چي د ديني علم أخذ يې ورڅخه کړئ وي  .
دا خو مي د مطلق استاذ په باره کښي بيان درته وکړ ، پاته سوه دا خبره چي په حقداري کښي د علم ظاهر استاد لوړ دئ او که د علمِ باطن نو پدې باره کښي په فتاوی «حقانيه» کښي داسي راغلي دي :
په حقداري کښي مُرشد ، پير او استاد دواړه سره برابر دي ؛ ځکه چي دواړه د عِلم ، عمل ، رشد او هدايت ذريعې دي  .
نو لهذا که د پير او استاد په منځ کښي اختلاف راسي نو ددوۍ په معاملاتو کښي دي سړئ مداخله نکوي ، او کچيري مجبور کړ سي نو بيا دي د حق اتباع وکړي ، بیا هم دځينو اکابرينو د کلام څخه معلوميږي چي د شيخ درجه پر استاذ باندي مقدمه ده  .
د امام رباني مجددالف ثاني نظر هم دادئ چي د شيخ او مرشد درجه د علمِ ظاهري پر استاد باندي لوړه ده  .
(فتاوی حقانيه ج۲ ) .

خو ځما په فکر پدې باره کښي باید تحليل وکړ سي پدې ډول چي د ظاهري علم استاد دوه قسمه دئ : یو هغه استاد دئ چي صرف د ژبي پر سر و شاګرد ته علم ورښيي او آداب او شرائط د استاذۍ پکښي موجود نه وي ، او د تعلیم په بدل کښي مزدوري اخلي  ، پر دا ډول استاذ باندي خو د شيخ او مُرشد کوم چي واقعي او به صحيح معنی شيخ وي درجه بې حسابه لوړه ده  .
او دوهم قسم داسي استاد دئ چي په صحيح صورت تعلیم کوي د خدائ د رضا دپاره ، او د شاګرد د حقوقو مراعَت ساتي ، او په علم عامِل هم وي ، نو ددغه ډول استاذ درجه پر هغه برايي نام مُرشد بې حسابه لوړه ده کوم چي شرطونه د پيرۍ پکښي موجود نه وي  .
او هغه شيخ چي شرائط د پيرۍ پکښي موجود وي ، او کامِل مُکمِّل وي نو له هغه سره دده درجه باید برابره سي  . 

والسلام ومن الله التوفيق  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery