دارالافتآء أبوالفضل .
فتو ی نمبر (۱۰۴) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : محمدعلی جوهر
سلامونه او نیکی هیلی محترم مولوی صاحب تاسو ته او دبینوا ټولو کارکونکوته.ددی لو ی خدمت اجرونه دی الله تعالی ستاسو په دونیا او آخرت کی په نصیب کړی. محترم مولوی صاحب زما پوښتنه داده چی طلب دعلم په هرمسلمان فرض دی که نروی که ښځه وی .هغه څخه مراد کم علم دی؟ یعنی (قرآن او حدیث) اوکه نورعلم لکه ساینس-کمپیوټر-بیالوجی اوداسی نور؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
هغه علم چي مقصودلغيره دئ پردرې قسمه دئ :
(۱) فرض عین
(۲)فرض کفايي ـ
(۳) مندوب ـ
دفرض عين علم په باره کښي نبي عليه السلام فرمايلي دي «طلب العلم فريضة علي کل مسلم ومسلمة » رواه احمد والبيهقي و غيرهما ـ
ددې حديث په اړه به زياته توضيح وروسته هم درته راسي خوپه دې باره کښي چي مراد له علم څخه کوم علم دئ ؟ دعلماوو تر منځ سخت اختلاف واقع سوئ دئ ، تر شل بالابود قولونه په دې باره کښي راغلي دي ، مثلا علماوو دعلم تفسير ويلي دي چي مراد له دغه څخه علم تفسيردئ او علماوو دعلم حديثٍ ويلي دي چي مراد له دغه علمه علم حديث دئ .
اوعلماوو دعلم کلام اوعقايد ويلي دي چي مرادله دې علمه څخه علم کلام دئ .
اوعلماوو دعلم طريقت ويلي دي چي مراد له دغه علم څخه علم اخلاق اوعلم مکاشفه اوعلم معامله دئ وهکذا .
خو تحقيقي خبره داده چي دغه ټول علمونه هر يوفرض کفايي علم دئ فرض عين نه دئ ، بلکي کوم علم چي پرهر بالغ نارينه او ښځه باندي فرض دئ نو هغه علم دايماني شيانودئ ، يعني هر مسلمان بايد پر هغوشيانو باندي علم راولي چي دايمان صحيح والۍپر هغو باندي موقوف دئ ، اودارنګه هغه شيان وپېژني چي هغه وايمان او عقيدې ته ضرر رسوي ، دارنګه په هغو عملو باندي علم راولي کوم چي دهغوکول پرده باندي فرض دئ .
مثلا لمونځ پر هرمسلمان فرض دئ نو پرهرمسلمان باندي دلمانځه زده کړه هم فرض ده ، دارنګه که يوسړئ غني وي نو پرده باندي حج اوزکات فرض ګرځي ، نو پرده باندي دا فرض ده چي دحج اوزکات ضروري حکمونه زده کړي ، دارنګه که يوڅوک تجارت کوي نوپرده باندي دافرض دئ چي شرعي طريقه دتجارت زده کړي .
دارنګه په «أحسنُ الفتاوی» کښي راغلي دي چي مراد له علمه څخه په دغه حديث کښي او په أمثالو ددې کښي «علم د شريعت» دئ . (أحسنُ الفتاوی للمفتي أعظم رشيدأحمدج ۱ ص ۴۵۴).
په دې باره کښي دعلامه شکارپوري دقطب الارشاد (۱۷ مخ ) او دشامي داول جلدد (۳۱ او ۳۳ ) صفحې دغه لاندي عبارت وګورۍ : قال العلامي في فصوله من فرائض الاسلام تعلم مايحتاج اليه العبد في اقامة دينه واخلاص عمله لله تعالي ومعاشرة عباده وفرض علي مکلف ومکلفة بعدتعلمه علم الدين والهداية تعلم علم الوضوء والغسل والصلاة والصوم وعلم الزکاة لمن له نصاب والحج لمن وجب عليه والبيوع علي التجار ليحترزوا عن الشبهات والمکروهات في سائرالمعاملات وکذا اهل الحرف وکل من اشتغل بشيء يفرض عليه علمه و حکمه ليمتنع عن الحرام فيه اه ـ
وفي تبيين المحارم لاشک في فرضية علم الفرائض الخمس وعلم الاخلاص لان صحة العمل موقوفة علي علم الحلال والحرام وعلم الرياءلان العابدمحروم من ثواب عمله بالرياءوعلم الحسدوالعجب اذهما يأکلان العمل کماتأکل النار الحطب وعلم لبيع والشراء والنکاح والطلاق لمن ارادالدخول في هذه الاشياء وعلم الالفاظ المحرمة اوالمکفرة ولعمري هذامن اهم المهمات في هذالزمان لانک تسمع کثيرا من العوام يتکلمون بمايکفر وهم عنها غافلون والاحتياط ان يجددالجاهل ايمانه کل يوم ويجددنکاح امرأته عندشاهدين في کل شهرمرة اومرتين اذالخطاءوان لم يصدرمن الرجل فهو من النساء کثير .