فتوی نمبر (۱۰۶) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه : مريمه محصله د۱۰جماعت .
ومحترم مفتي صاحب ته اودبېنووټولوکارکونکو ته دزړه له کومي سلامونه وايم وروسته له سلامه زماسوال دادئ چي ايا په جنت کي جنتيان وعلماووته حاجت لري او که یا ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمي خور ! ډيره دقيقه او باريکه پوښتنه دي کړېده (فلو لمْ یکنْ مُفتیکِ أباالفضلِ مَا صرتِ أختَ الفضلِ) .
حق علمآء او باعمله علمآء د الله پاک داسي ستر بندګان دي چي هر مسلمان له هغه وخته چي دَئ له مور حخه پيدا سي بيا تر هغه وخته پوري چي جنت ته داخليږي ، او بيا په جنت کښي هم ددوۍ وفيض او برکت ته مُحتاج دئ .
له حضرت مَعاذ (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي جنتيان په جنت کښي هم و علماوو ته محتاج دي ؛ ځکه په جنت کښي به الله پاک وجنتیانو ته الله پاک وفرمايي چي خواهش وکړۍ ، وغواړۍ کوم شئ غواړۍ ؟ نو دوۍ به پدې نه پوهيږي چي کوم شئ وغواړو او څه ووايو ، نو بيا به دوۍ و علماوو ته مراجعه وکړي ، او ددغي غوښتني دُعا به له علماوو څخه ايزده کړي .
علامه شکارپوري په «قطبُ الارشاد ص ۴۳» کښي داسي ذکر کړيدي :
(و لذا رُويَ عن معاذ أن العلمآء يحتاج اليهم فی الجنة ؛ اذ یقال لأهل الجنة تمنوا ! فلا يدرونَ کيف يتمنونَ حتی يتعلموا الدعآء منَ العلمآء ، ولانه صلی الله عليه وسلم لم یترک خصلة حميدة الا طلبها منَ الله تعالی ولا فعلة ردية الا استعاذ به منها اجمالا وتفصيلا ) .
والسلام ومن الله التوفيق .