Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-27 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د جمعې د ورځي د شرافت او امتياز وجي :
دارالافتآء أبوالفضل .
فتو ی نمبر(۱۱۲)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه : ميمونه .
دامت مسلمه ولوۍ عالم اوداسلام اومسلمانانوسترخادم علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم
ستا جوړتياله لوۍ رب څخه غواړو خداۍ پاک د وکړي چي جوړاوروغ ياست
محترمه زه يوه پښتنه لرم چي په دې ډول ده چي دجمعې مبارکي شپې ته له پاتوشپږوورځوڅخه دونه شرافت اوامتياز له څه وجهي حاصل سوئ دئ ؟ په درناوي
الجواب وهوالموفق للصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمي داله ډېرو وجهوپرنورو ورځومشرفه کړه سوېده چي يوه له هغوڅخه داده چي په دې ورځ کي الله جل جلاله آدم عليه السلام پيداکړئ دئ اودوهمه وجه يې داده چي په دې ورځ کي آدم عليه السلام وجنت ته داخل سوئ دئ اودريمه وجه يې داده چي په همدې ورځ کي آدم عليه السلام له جنت څخه راوتلئ دئ اوڅلورمه وجه يې داده چي دقيامت ورځ به دجمعې په ورځ قائمه کيږي
لکه چي په يوه حديث کي چي ترمذي يې روايت کړئ دئ همداسي راغلي دي ، دحديث توري دادي :
« عن النبي صلي الله تعالي عليه وسلم خيريوم طلعت فيه الشمس يوم الجمعة ، فيه خلق آدم وفيه ادخل الجنة وفيه اخرج منها ولاتقوم الساعة الافي يوم الجمعة » جامع الترمذي ،ج، ۱ ، ص ، ۹۰ ـ
اوبله وجه يې داده چي له جمعې ماسواپاته نوري ورځي دهفتې جفت دي اودجمعې د ورځي په انضمام سره طاق ګرځي اوالله پاک طاق شي خوښوي ، لکه چي په حديث کي راغلي دي چي بېشکه الله پاک طاق دئ اوطاق خوښوي ـ
قال العلامة السهيلي في الروض الانف ، ج۱ ص۲۷۱ ،: ان الله تعالي لما بدء فيه خلق ابيناآدم عله السلام وجعل فيه بدء هذالجنس وهوالبشر وجعل فيه ايضافنائهم وانقضائهم اذفيه تقوم الساعة وجب ان يکون يوم ذکر وعبادة لانه تذکرة بالمبدأ وتذکرة بالمعاد ، وانظرالي قوله تعالي « فاسعوا الي ذکرالله وذروالبيع » وخص البيع لانه يوم يذکربااليوم الذي لابيع فيه ولاخلة مع انه وترللايام التي قبله في الاصح من القول والله يحب الوترلانه من اسمائه ولذالک کان يقرء رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم سورة السجدة في صبح يوم الجمعة کمارواه مسلم عن ابن عباس لمافيه من ذکرالستة الايام واتباعهابذکرخلق آدم من طين وذالک في يوم الجمعةتنبيها منه عليه الصلاة والسلام علي الحکمة وتذکرة للقلوب بهذه الموعظة ـ انتهي بحذف ـ
والسلام ومن الله التوفيق
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ